د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما وايي دترهګرۍ خلاف جنګ کې پاکستان او امریکا ملګري دي


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د امریکا دولس مشر بارک اوباما سره په سول کې ملاقات کړی چې پکې د اسلامي توند رویو خلاف په جنګ کې د دواړو غیر مطمئینو ملګرو تر مینځ د کشالې هوارولو لپاره خبرې اترې شوي.

د ملاقات وروسته دګډې خبري غونډې پرمهال وزیر اعظم ګیلاني وویل :

( مونږ د افراطیت او ترهګرۍ خلاف جګړې کولو ته ژمن یو. دادپاکستان لپاره هم په ګټه ده چې د یو سوله ایزه او با ثباته افغانستان لپاره کار وکړي.)

دا ملاقات د جنوبي کوریا په سرښار سول کې د ایټمي امنیت په اړه د غونډې تر څنګه شوی چې پکې بارک اوباما وویل د دې باوجود چې د تېرې څه مودې راهیسې د دواړو هیوادونو تر مینځ تعلقاتو کې کړکیچرامنځ ته شوی ، د پاکستان په پارلیمان کې د واشنګټن سره د تعلقاتو بیاد کتنې د وړاندیز هرکلی کوي. نوموړي د مسئلو د هواري لپاره په جدي خبرو ټینګار وکړ چې په شفافه او تعمیراتي ډول دې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG