د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې پرون نا رامي وه،نن ژوند روان دی



کراچۍ ښار کې پرون د نهې په ورځ د اخ و ډب د پیښو وروسته نن ژوند عادي حالت ته ستون شوی دی ـ

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې بازارونه پرانیستل شوي، او په سرکونو د دموټرو تګ راتګ هم عادي حالت ته ګرځېدلی دی ـ

د تشدد په پرونیو پېښو کې د پولیسو په وینا اوه کسان وژل شوي ،یوولس ژوبل شوي او د ټرانسپورټرانو اته دېرش ګاډي سوزل شوي دي ـ

د سند صوبې د کورنیو چارو وزیر منظور وسان ویلي چې د اخ و ډب په پېښو کې د ککړو عناصرو د نیولو لپاره یې امنیتي ادارو ته حکم کړی دی ـ

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG