د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کراچۍ بیا د تاوتریخوالي لوګي خېژي


د کراچۍ د ټرانسپورټ اتحادیې مرستیال مشر محمودشا اپرېدی وایي سهار وختي یواځې یوه ګینټه کې د ټرانسپورټرانو نهه ګاړي سوځول شوي دي او دا سلسله لا هم روانه ده
د کراچۍ د ټرانسپورټ اتحادیې مرستیال مشر محمودشا اپرېدی وایي سهار وختي یواځې یوه ګینټه کې د ټرانسپورټرانو نهه ګاړي سوځول شوي دي او دا سلسله لا هم روانه ده



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :- د پاکستان په لوئ سوداګریز ښار کراچۍ کې د تاوتریخوالي پېښې یو ځل بیا شورو شوي دي ـ د متحده قامي مومېنټ د یو غړي د وژنې وروستو د ښار په مختلفو برخو کې د تاو تریخوالي پېښې دوام لري ـ

پولیس وایي نن سهار وختي د کراچۍ پي ای بي کالونۍ کې د نامالومه وسله والو په ډزو یو تن وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون دوه نور کسان زخمیان شوي دي ـ

د ایم کیو ایم چارواکي وایي وژل شوی تن منصور مختار نومیږي او هغه ددوئ د ګوند غړی وو ـ د سیند صوبې د روغتیا وزیر ډاکټر ضعیر احمد وایي، د دوی د ډلې د غړي وژنه هدفي وژنه ده.وسله والو په ډزو زموږ د ګوند غړی منصور مختار وژلی دی ـ مونږ په دې دوران کې د سند صوبې د کورنیو چارو وزیر ، د پولیسو مشر او نور سره اړیکه ونیوله خو هغوي هیڅ پولیس سرتیري د پېښې(( ځایې ته و نه لیږل ـ موږ غوښتنه کوو چې د سېمې ایس ایچ او دې وځنډول شي او پېښه کې ککړ کسان دې ونیول شي))

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ایم کیو ایم د خپل ګوند دغړي په وژنه د سند په ټوله صوبه کې نن ورځ ویر اعلان کړی دی ـ د یادې پېښې وروستو د کراچۍ ښار په ایف بي ایریا،ملیر،کارادر،ګلستان جوهر،نوې کراچۍ ،شاه فیصل کالونۍ او یو شمیر نورو سیمو کې نامالومه وسله والو هوایي ډزې شورو کړې او بازارونه یې وتړل ـ ددې ترڅنګ قهرجنو خلکو د ښار په مختلفو برخو کې د پولیسو د ګاړي ترڅنګ د سورو ګاډو ته اور واچولو ـ

د کراچۍ د ټرانسپورټ اتحادیې مرستیال مشر محمودشا اپرېدی وایي سهار وختي یواځې یوه ګینټه کې د ټرانسپورټرانو نهه ګاړي سوځول شوي دي او دا سلسله لا هم روانه ده

((تراوسه زموږ نهه ګاړي سوځول شوي دي ـ ټیک ده یو سیاسي کارکن چا ووژلو نو په دې کې د ټرانسپورټرانو څه ګناه ده ـ هو که دوی د هړتال اعلان کړی وی او موږ ګاړی نه وې درولې نو بیا زموږ ګناه کیدی شوه ـ له موږ سره بې درېغه ظلم روان دی ـ پولیس او رینجر نشته ـ د پولیسو خپل ګاړی یې سوځولي دی هغوی خپل ګاړي نشي بچ کولی نو زموږ به څه حفاظت وکړي ))

ځایي رسنۍ وایي د ښار په یو شمیر سېمو کې د هوایي ډزو سلسله روانه ده او ښاریان په خپلو کورنو څخه وتلو ته زړه نه ښه کوي ـ د ملیر د سېمې یو استوګن قاضي ګل وایي،(( ګاړو ته یې اور اچولی دی ـ لوګي خیژي ـ خلک پیدل روان دی ـ سړکونه تش پراته دي ـ موږ په کور کې ناست یو ـ څنګه ووځو یریږو ـ بهر ډزې دي ـ اورونه دي ـ هیڅوک هم نه وځي ))

د یادونې وړ ده چې پرون د کلفټن په سېمه کې د عوامي نیشنل ګوند یو غړی کامران وژل شوې وو ـ د هغه د وژنې وروستو د ایم کیو ایم او عوامي نیشنل ګوند پرون ماښام د خبري غونډو په ترڅ کې پر یو بل په ښار کې د ترهګرۍ او قلنګ اخیستنې تورونه لګولي دي.
XS
SM
MD
LG