د لاسرسي ځای

د پاکستان پارلمان له امریکا سره د اړیکو جاج اخلي


اسرار عالم مومند - مشال راډيو

پراګ :- د پاکستان په پارلېمان کې له ا مريکا سره د اړيکو او ناټو ته د سامان د سپلايي په بحالۍ خبرې راواني دي چې پرې د پاکستان د بېلابېلو سياسي ګوندونو جلا جلا موقف دې همداراز د عوامي نشل ګوند غړې بشره ګوهر د خپل ګوند موقف څه داسې بيانوي ،” هغه د پرویزمشرف د وخت کار نشي کېدای چې ملک یې په کرایه ورکړی وو، له ټولو ملکونو سره نه موږ جنګونه کولائ شو او نه یې کول غواړو.موږ له ټولو هیوادونو سره خپل اړیکي د خپلمنځي احترام او پوهاوي په رڼا کې غواړو او همدا به مو سپارښتنې وي. او موږ به غوړو چې زموږ په ملک کې لکه فاټا او هر چېري چې د ترهګرو خوندي ځایونه دې دا باید له ترهګو سپا شي٬٬


بشره ګوهر وايي اوس مهال چې پاکستان له کوم حالاتو څخه تېريږي نو په داسې حال کې سياسي ګوندونو لره پکار دي چې له امريکا سره د اړيکو او ناټو ته د سامان د سپلايي په بحالۍ سياست ونه کړي،” د ملک ټول مشران پر میز راغونډ دي او د وخت چې ملک ته کومې مسلې ورپېښې دي دا باید څرګندې او جوتې شي. او په ملک چې کوم سیاسي حالات روان دي نور نو په داسې مسلو سیاست نه دی کول پکار.٬٬

په پيښور کې د مسلم ليګ (ن) غړي پير صابر شاه له امريکا سره د اړيکو او ناټو ته د سامان د سپلايي په بحالۍ د خپل ګوند له دریځه وايي د پاکستان له خاورې ناټو ته د وسلې رسد ونه شي دده په خبره چې همدا وسلې بیا د دوی د خلکو پر ضد کارول کېږي.

وسله والو طالبانو د پاکستان د پارلېمان غړو ته دهړکې ورکړې چې ې ناټو ته دې د رسد لاره نه ورکوي او نه دې هم له امریکا سره اړيکې بحالوي. خو د پاکستاني پارلمان غړي د طالبانو دغه ګواښونو او دړکو ته څومره اهمییت ورکوي. د مسلم ليګ (ن) غړی افتخار جګړه یې په اړه وايي. چې طالبانو ته داسې دړکې ورکول نه دي پکار او دده په خبره چې دوی هرڅه کوي د پاکستان د نظریې تر رڼا لاندې به یې کوي.

خو د طالبانو ددي ګواښ به اړه د عوا مي نيشنل ګوند سېنېټر حاجي عديل مشال راډیو ته وویل،” د پاکستان پارلمان چې کومه فیصله کوي حکومت د هغې پابند دی، موږ خو د پاکستان د حکومت حکم منو، د بل چا تر حکم او حکومت لاندې نه یو، طالبانو خو مخکې هم عوامي نېشنل پارټۍ ته دغه ډول ګواښونه کړي دي او موږ به هغه څه کوو چې زموږ په مفاد کې وي."

د پارليمان د دواړو ایوانونو غونډه نن له پاکستاني وخت سره سم د ماځيګر څلور بجې پیل شوې چې پکې له امریکا سره د اړيکو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د رسد لارې بيا پرانستو په اړه د قامي سلامتیا د هغه پارليماني کميتۍ په سپارښتونو بحث کېږي چې پروسږ کال په نومبره مياشت د مومندو په سللا کې د پاکستان پر یوې پوستې د ناټو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني عسکر و د وژل کېدو وروسته جوړه شوېده. د سللا د پېښې په غبرګون کې د پاکستان حکومت په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د رسد رسولو لاره وتړله.
XS
SM
MD
LG