د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ایران او شمالي کوریا اېټمي پروګرام د زغملو نه دی"


په جنوبي کوریا کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ایټمي وسلو د خوندي ساتلو سرمشریزه کې ویلي، دوی به له روس سره په مرسته ایټمي وسلو کې کمی راولي . او ایران او شمالي کوریا ته یې خبر داری ورکړی، چې د دوی د ایټمي وسلو زیاتول د نړی لپاره د برداشت بهر خبره ده. په دغه غونډه کې د نړۍ د پنځوسو ملکونو مشران ګډون کوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په جنوبي کوریا کې په یو پوهنتون کې په خپله وینا کې وویل، ایران باید د خپل ایټمي پروګرام په اړه د نړۍ اندیښنې لري کړي ،” ایران باید دا په ډپلومیټیکي توګه حل کړي، زما تل هڅه وي، چې داسې ټولې مسلې د خبرو د لارې هوارې شي. وخت ډیر کم دی ، او د ایران مشران باید اوس په دې غور وکړي، چې دوی کومه لار خوښوي. او دا مسله سنجیده واخلي ، ځکه چې له بندیزونو سره مخامخیدای شي.ً

ولسمشر اوباما دا هم وویل، د شام رژیم باید د خپلو خلکو وژنه ودروي، او زیاته ی کړه دغلته به اول یا اخر د خلکو د خوښي یو قانوني حکومت جوړیږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روس ولسمشر ديمېترې مېدوېو سره په جنوبي کوریا کې په یو ملاقات کې ویلي ، د دواړو هیوادونو سره اوس هم وخت شته، چې په یورپ کې د امریکا د میزایلو دفاعي نظام په منصوبه اختلافات ختم کړي. امریکا او نیټو وایي د دغه منصوبې سره به دوی د ایران او داسې نورو ملکونو له اړخه له حملو محفوظ شي. اخوا روس په دغه منصوبه تحفظات لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG