د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې دوه بهرني عسکر ووژل شول


په افغانستان کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه وایي د هلمند ولایت په لښکر ګاه کې یو وسلوال چې د افغان امنیتي عسکرو جامې یې اغوستې وي، د نیټو په یوې اډه کې یې دوه بهر ملکي عسکر ووژل.

د ایساف ویاند میجر جیسن وایي ، برید ګر یې وژلی دی. دا پیښه په داسې وخت رامخې ته شوې ده، چې په دې تیرو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په بهرملکي عسکرو بریدونه مخې ته راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG