د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د طالبانو کاروبار سړي تېښتونه


ژباړه: منورشاه مشال راډيو پراګ

د بي بي سي په یو رپورټ کې راغلي د پاکستان تر ټولو لويي ښار کراچۍ کې پولیس وايي طالبان د پېسو لپاره په بېنکونو ډاکې وهي، خلکو ته دحفاظت په ذمه وارۍ ورکولو دهغوي نه پېسې اخلي او د پیسو لپاره د خلکو تښتونې هم کوي.

دبي بی سي خبریاله اورلا ګورن په کراچۍ کې د وسله والو د پېسو پیدا کولو په اړه خپل دې رپورټ کې وايي دوی د پیسو لپاره د خلکو د تیښتونې طریقه ډیره خوښوي چې په بدل کې یې دوی کله کله په میلینونو ډالرې ترلاسه کړي.

نوموړې وايي یو تښتول شوي ډاکټر ویلي چې تیره میاشت یې د ماښام پر مهال د ګاډي خوا ته یو موټر سایکل باندې سواره کسان په رش کې ودریدل، او په هغه یې تمانچه کیښوده نو هغه په دې خیال چې ګني شوکمار دي، ورله زر خپل موبایل ټیلیفون او بټوه راویسته، خو کیسه بدله وه.

په دې رپورټ کې ویل شوی په کراچۍ کې دخلکو تښتونه یو روایتي کاروبار دې او ښه مخ په بره روان دې. تیرکال د پیسو لپاره په دې ښار کې سل کسان تښتول شوي دي چې د تیر وختو په نسبت ډیر زیات وو.

د بي بي سي سره په خبرو کې د پولیسو یو چارواکي محمد اسلم خان ویلي وسله وال یې هېواد بې ثباته کوي، بې ګناه خلک وژني، او دین بدناموي.

بلخوا نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغان او امریکايي چارواکو په حواله لیکي تیره میاشت په افغانستان کې دامریکايي پوځي لخوا د وژل شويو کسانو کورنیو ته امریکا سړي سرڅه نا څه پنځوس زره ډالر ه ورکړي.

په دې پیښه کې دحاجي جان آغا خپلوان وژل شوي وو نوموړي د رویټرز خبري اژانس سره د خبرو پرمهال وویل بهرني او افغاني چارواکو د ګورنر دفتر ته بللي وو. او هلته ورته چارواکو وویل دا پیسې ورته د اوبامه لخوا د مرستې په توګه ورکول کیږي.

ورځپاڼه د کندهار د ولایتي شورا دغړي حاجي آغا لالي په حواله لیکي نوموړي دا پېسې دوژل شوي او ژوبل شويو کسانو کورنیو سره د مرستې په نوم یادې کړې خو هغه روایتي خون بها یې ورته نه ده ویلې چې پکې ملزم د جرم د ذمه وارۍ نه خلاصیږي.

ورځپاڼه لیکي د پېسو ورکولو نه وړاندې دخبرو پرمهال امریکايي چارواکو هم دغه فرق په پام کې ساتلې وو او ویلي یې وو چې په دې لړ کې پیسې د متاثرینو په سم ډول خوا خوږي نشي کولای، او دا چې په دې وژنو کې تورن سارجنټ رابرټ بېلز به له قانوني کاروايي سره مخامخیږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی رابرټ بلېز چې ددغه پیښې نه پس په سمدستي توګه له افغانستان نه یووړل شو، ورباندې د تیرې جمعې په ورځ په رسمي توګه د اوولسو کسانو د قتل او په نورو شپږو کسانو باندې دحملې کولو او دهغوی د وژنې د ارادې فرد جرم لګول شوې. نوموړې دا مهال د امریکا په یو پوځي جېل کې بندی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG