د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهارکې زده کونکي لوړې زدکړې غواړي


سید شا سقیم
کندهار ـ د کانکور په ازموينه کې د کندهار سلګونه بې نتېجې شوي زده کوونکي وايي د لوړو زده کړو وزارت يې په حق سترګې پټې کړې او په قصدي توګه يې دوى ناکامه کړي دي. دوى وايي که يې حق ورنه کړل شي نو لاريونونو ته به مخه کړي.
د کندهار ولايت تر زرو تنو زيات زده کوونکي چې د تېر کال د کانکور په ازموينه کې بې نتجې شوي دي ، وايي چې د لوړو زده کړو وزارت دوى په قصدي توګه ناکامه کړي او پر ځاى يې د نورو ولايتونو کمزوري زده کوونکيو بريالي کړي دي.

په ازموينه کې بې نتېجې شوي زده کوونکي وايي چې د تېر کال په ازموينه کې له کندهار څخه څوارلس سوه پنځوس تنو برخه اخيستې وه خو له ډلې څخه يې يوازې څلور سوه تنه لوړو زده کړو او نيمه زده کړو ته بريالي شوي او پاتې تر زرو زيات کسان ټول بې نتېجې پاتې شوي دي.

د هستي محمد په نامه يو تن زده کوونکی وايي چې د لوړو زده کړو وزارت همېشه له کندهار سره توپيري چلند کوي او د دغه ولايت د زده کوونکيو پر ځاى د نورو ولايتونو زده کوونکي بريالي کوي.

دى وايي که مو اخيستل شوى حق بېرته رانه کړل شي نو ټول به لاريونونو ته مخه کړو.

(( زمونږ سره ډېر توپيريز چلند شوى وو. زمونږ ټولو شاګردانو چې بې نتېجې شوي دي اعتراض کړى دى. له کندهار څخه يو زر څلور او پېنځوس تنو ازموينه ورکړې وه. خو يوازې څلور سوه ځينې بريالي شوي او يو زر او پېنځوس تنه ناکامه کړل شوي دي. بله خوا زابل څخه دوه سوه اويا تنو ازموينه ورکړې وه او يوازې دوه تنه پکې ناکامه شوي دي. ايا دا توپيريز چلند نه دى ؟))

د نور احمد په نامه يو بل زده کوونکى بيا وايي چې د لوړو زده کړو په وزارت کې ځينې کسان يوازې د خپلو ولايتونو شاګردان بريالي کوي خو که د کندهار اوسېدونکي هر څومره غښتلي هم وي بيا هم ناکامه کېږي.

دى وايي دغه وزارت همېشه له کندهار سره د سيمه ييز او ژبنيز توپير په اساس چلند کړى دى.

(( مونږ داسې ګنګوسې اورېدلې دي چې د لوړو زده کړو وزارت وايي چې په کندهار کې نقل شوى دى، خو زه په باور سره وايم چې په کندهار کې چا هېڅ ډول نقل نه دى کړى. مونږ ټول خپل اسناد غواړو بايد را ته را وويستل شي او را ووښودل شي چې څنګه او ولې يې ناکامه کړي يو؟ له ولسي جرګې څخه مي غوښتنه ده چې د خداى په لحاظ زمونږ غم دي وخوري))

تر اوسه پورې لا د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه څۀ نه دي ويلي .

تر دې وړاندې د کندهار پوهنتون ښوونکيو هم ويلي وو چې د لوړو زده کړو وزارت ورسره توپيري چلند کوي او دغه پوهنتون ته د پردي په سترګه ګوري.
XS
SM
MD
LG