د لاسرسي ځای

امریکایانودپنجوايي خلکوسره دزرګونوډالرو مرسته وکړه


دپنجوايي د پېښې مسوول امریکايي سرتيری رابرټ بیلز

دپنجوايي د پېښې مسوول امریکايي سرتيری رابرټ بیلز

دمشال راډیو راپور

پراګ ـ افغان چارواکي وايي د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د اولسو وژل شوېو او نورو زیانمنو کسانو کورنیو ته لسګونه زره ډالره تاوان ورکړل شوی دی.


افغان چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيوو ته ويلي چې د هر وژل شوي کس پرسر پنځوس زره ډالر او د هر زخمي شوي پر سر یوو لس زره ډالر ورکړل شوي خو په کابل کې د آيساف يا سوله ساتي ځواکونو يو وياند دې پيسو ورکول نه دې تاييد کړي.


دافغانستان د ولایتي شورا غړی اغل لالی وايي دوژلو شویو او ټپي شویو کسانو سره امریکا مرسته کړې ده او تردې وړاندې ولس مشر حامد کرزي هم ددوی سره مرسته کړې ده. دی وايي دوی دمرستو نه مننه کوي خو تحقیقات باید ترسره شي او دپېښې ترشا لاس لرونکو کسانو ته باید سزا واورول شي.

د رابرت بيلز په نامه دغه امريکايي پوځي د اولسو کسانو پر وژلو تورن شوی او مقدمه به پرې چليږی.

دنوموړي په اړه د شویو څیړنو تازه لاس ته راوړنې ښايي چې هغه دا اولس کسان په دوو پړاوونو کې وژلي دي. اوداسې ښکاري چې دځینو کسانو تروژلو وروسته هغه خپل پوځي مرکز ته ستون شوی وي او بیا بیرته په دوهم ځل د نورو کسانو د وژلو لپاره راوتلی وي.

فرانس پریس اژانس ته دکندهار یو ځايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې په دې اړه په کندهار کې د والي په دفتر کې دننه یوه غونډه جوړه شوې وه چې ورکې د پېښې د قربانیانو خپلوانو هم ګډون کړی و.

رابرټ بیلز چې اته دیرش کاله عمر لري دافغانستان نه وړاندې په عراق کې هم جنګېدلی، هغه د جمعې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شو، نوموړی د اولسو کسانو په وژلو تورن وپیژندل شو.

راپورونه وايي هغه ته به د عمري قید سزا واورول شي، خو دا هم ممکنه ده چې هغه ته دې د پانسۍ سزا واورول شي.
XS
SM
MD
LG