د لاسرسي ځای

په تاجکستان کې دافغانستان په اړه غونډې دوام لري


د پاکستان ، افغانستان، تاجکستان او ایران ولسمشرانو په سیمه کې د روانو حالاتو په اړه یو له بل سره خبرې اترې وکړي.


د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزارت وياند جانان موسی زی وايي:په دغو غونډو کې د سیمې په کچه باندې د اعتماد سازۍ او همکارۍ په اړه خبرې کیږي.

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې او په سیمه کې د اقتصادي همکاريوو لپاره د سلامشورو مرکز پاته شوی دی.

دغلته به د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمېن د افغانستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر جاوید لودین او د هغه له پاکستاني سیال جلیل عباس ګېلاني سره وویني.
XS
SM
MD
LG