په قبایلي سیمه اورکزۍ اجنسۍ کې د پاکستاني پوځ او وسله والو تر منځ جګړه شوې چې دواړو غاړو ته په کې مرګ ژوبله رسیدلې ده.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي نښته تېره ورځ شوې چې په کې پینځه سرتیري او دولس وسله وال وژل شوي دي.
د هغوی په وینا د افغانستان پولې ته نژدې په دې قبایلي سیمه کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې کله وسله والو د پوځ پر یوې اډې برید وکړ.
خو په دې امنیتي پیښه کې د مرګ ژوبلې رپوټونه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تائید شوي