د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (۲۵ مارچ)


ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو


ټایمز

ټايمز ورځپاڼه ليکي په افغانستان کې تر ۱۰ کالنې جګړي وروسته ناټو د استخباراتي معلوماتو د راغونډلو خبري ته غوږ شوې ده.

په ټول هيواد کې د عام وګړو د خيالاتو او د فکرونو د راغونډولو لپاره ملکی استخباراتي نيت ورک کار پيل کړي.

دا معلومات به په کابل کې پوځي افسرانو ته او بيا به د امريکا د بهرنو او د دفاع چارو وزرات چارواکو ته ليږدول کيږي.

ټايمز ورځپاڼې د خفيه څيړني رپورټ ترلاسه کړي چې ترمخه يې په افغانستان کې د راپورته شوي بحرانونو ته په کوم ډول غبرګون وښايي. په دي روستيو کې د مزهبي کتابونو سپکاوي او په کندهار ولايت کې د یوه امريکايي سرتيري په ډزو کې ۱۷ ولسي وګړو د وژني پيښي شوي وي.

رپورټ کې څرګنده شوي چې په دي هيواد کې درغلي ډيره زياته ده، مختلف سازشی نظريي وجود لري لکه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره دا هيواد له ډيرو ستونزو سره مخامخيدي شي.

په دي رپوت کې زياتره د افغان حکومتي ادارو دننه درغليو او د هيواد د امنيتي ځواکونو په اړه شکايتونو کوی، او په ځانګړي توګه د پوليسو په کاليو کې کسان او دي سره سره د امريکا ملاټر کونکې د کليو بانډو مليشيا په اړه شکايتونو شامل دي. بيا زيات تره خلک په دي خبره اندښمن دي چې په دي هيواد کې به امن څنګه راشي.

ورځپاڼه ليکي په دي معلوماتو کې ځيني عجيبه مشاهدي هم شاملي دي چې د وسله والو د فعاليتونو او د نوی وسلو د استعمالولو په اړه هم خبري شوي. دا رپوټ ښايي چې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو په لړ کې لږ پرمختګ هم شوي خو عام ولس دا نظريي د خپلولو په لار کې ستونزي لري.


ټیلي ګراف

بلخوا ډيلي ټيلي ګراف ورځپاڼي د هند سينما مشهور ستوري سيف علی خان نوي فلم ايجنټ وينود په پاکستان کې په نماېش بنديز په اړه مقاله خپره کړي.

فلم ايجنټ وينود کې سيف د هند د استخباراتي اداري را جاسوس وی.

فلم کې ښودل شوي چې دا جاسوس په نوي ډلي کې د ايټمي سوت کيس بم د هڅي شنډولو کوشش کوي. فلم کې د پاکستان ناقانونه ګرځولي شوي ډلي لشکر طيبه ته اشاره شوي، چې په دي ډلي د ۲۰۰۸ کال د ممبي بريدونو تور دي.


ورځپاڼه ليکي چې د فلم هيرو او پروډوسر سيف علی خان دا خبره مني چې په دي فلم کې د پاکستان کردار منفي ښودل شوي دي.


سيف وايي ((موږ ښودلي دي چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې له طالبانو سره وی او د خپل استخباراتي اداري مشر وژل غواړي.))

ورځپاڼه ليکي دا لومړي ځل نه دي چې په پاکستان کې د هند د فلم په نماېش بنديز لګي بلکي د دي نه وړاندي په ۲۰۱۰ م کال کې د اسامه بن لادن په اړه جوړ شوي مزاحيه فلم تيرې بن لادن د بنديز ښکار شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG