د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: یوټیلیټي سټورونو د شیانو بیې لوړې کړې دي


نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه - په پاکستان کي د سرکاري پلورنځیو ادارې یا یوټیلټي سټورز کارپورېشن د دالونو تر څنګ،بېلابېلو خوراکي څیزونو نرخونه زیات کړي.

که څه هم یاد شوي ادارې دا ګام د بازار له اصولو سره برابر او یو مجبورۍ بللی،خو خلک بیا وایي،دوی یې د پریکړې له وجې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي.

د کوټي یو اوسېدونکی محمد اکبر په دغه اړه وایي،نن چي دی سرکاري دوکان ته د دال اخیستلو لپاره راغلی،نو سخت حیران شو،چي دالونه بیخي زیات ګران شوي.

((په بازار کي د دال نرخ ۸۰ روپۍ،خو دلته په سرکاري دوکانونو کي ۱۰۰ یا ۱۰۵ روپۍ دی.اوس موږ حریان یو،چي آخر څه وکړو.چرته ولاړ شو او چا ته فریاد وکړو.بوره دغه شان ده او غوړي هم په دغه طریقه ګران شوي دي.))

محمد اکبر زیاتوي،د سرکاري دوکانونو مطلب هم دا دی چې خلکو ته رعایت ورکړي او څیزونه په ارزانه بیه ور ورسوي،خو دلته حساب چپه دی.

((داسي یو شمېر څیزونه به درته په ګوته کړم چي په بازار کي ارزانه دي،خو په سرکاري دوکانونو کې ګران دي.))

(( خو مجال دی چي په سرکاري دوکانونو کي داسي وکړې،ولي چي هغه وایي نرخونه یې یو دي.که یې اخلي،نو سمه ده،ګني د دوي څه تاوان،خپله لار نیسه.اوس ته راته ووایه چي د دغو سرکاري دوکانونو یو څه ګټه شته؟حکومت خو د دغ لپاره خلاص کړي چي غریبانو ته آسانتیا ورکړي. آخر دا څنګه آسانتیا ده؟))


د کوټي یو بل اوسېدونکی نیازمحمد د ستونزې په اړه وایي، سرکاري دوکانونه د خلکو یوه تمه او آسرا وه.

دغه تمه اوس په ناهیلې کي بدله شوې.

((دغه دوکانونه خو د غریبانو لپاره جوړ شوي،لاکین غریب چي ۳۰۰ روپۍ په مزدوري کي ترلاسه کړي،په هغه کي خو دلته دال هم نه شي اخیستی او نور څیزونه خو ګرسره له خیال او فکره لوړ دي.))

هلته د سرکاري دوکانونو ادارې یو چارواکۍ،رحیم ترین بیا وایي:

((په مرکز کي دا پریکړه د بازار له اصولو سره برابره شوې او یقینًا مرکز به په ګرانه بیه څیزونه ګران ترلاسه کوي،ځکه په مجبوري کي به یې دا کار کړی وي. رحیم ترین زیاتوي،اوس هم د دوي دوکانونو زیاتره څیزونه تر بازار ارزانه دي.))

یاده دي وي،سرکاري دوکانونو ادارې (یوټیلټي سټورز کارپورېشن) اعلان کړی چي دوي بېلابېل خوراکي څیزونه ګرانوي.د اعلان له مخې،یوازي د چڼې دال په نرخونو کي د یوه کیلو په حساب ۲۹ روپۍ زیاتې شوې.

د سیمې خلکو په نرخونو کي دغه زیاتوالی ناروا عمل بللی.
XS
SM
MD
LG