د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو


په افغانستان کې نوى ښوونيز کال د ولسمشر لخوا د ښوونځي په زنګ يا ټالۍ وهلو سره پيل شو.

افغان ولسمشر حامد کرزي د نوي ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې د دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې ښوونکو او زده کوونکو ته دې زيان نه رسوي او په هېواد کې دې د ښوونې او روزنې د پرمختګ مخه نه نيسي.

ولسمشرکرزي د پوهنې په برخه کې پرمختګونو، لکه د ښوونځيو او زده کوونکو زياتېدو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې په روان کال کې بايد د پوهنې کميت ته پاملرنه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG