د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګروسمین له پاکستان سره خبرې کوي


د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین وويل چې په پاکستان کې له امريکا سره د اړيکو د څرنګوالي په اړه د پیل شوي بحث له بشپړيدو وروسته به له دغې هيواد سره د ناټو د اکمالاتي لارو د بيرته پرانيستلو په موخه خبرې وکړي.

ايسوشييټيډ پريس اژانس د نوموړي له خولې ليکي چې وايي د پاکستان د پارلمان د کميشن دې کار ته چې له امريکا يې د مومندو د وروستۍ پيښې له پاره د رسمي بخښنې غوښتنه کړې، په درنه سترګه ګوري.

دغه راز په برسل کي د ناتو په مرکز کي مارک ګرسمین د جمعې په ورځ وویل، امریکا په ناتو کي له خپلو اروپایي متحدانو څخه هیله لري چي کله په ۲۰۱۴ کال کي بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه وځې، له افغان امنیتي ځواکونو سره دي مالي مرستې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG