د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر بشارالاسد پر وړاندې زغم په کمېدو دی


د ولسمشر بشارالاسد او دهغه د حکومت په اړه د شام د مضبوط اتحاديانو بې صبري هم مخ په زياتېدو ښکاري.

روس او چين تردې دمه د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د هغه قرادادونه مخه نېولې چې په کې د شام دننه د ولسمشر بشارالاسد لخوا په ولسي وګړو د تشدد غندنه شوې ، ماسکو او بيجنګ وار په وار نړيوالې ټولنې ته دا خبره په ګوته کړې چې په شام کې د حکومت ضد پوځيان هم په خونړو پيښو کې ککړ دي خو د شام ملاتړ کونکي دا دواړه هېودونه اوس اسد ته خبردارې ورکوي چې په سمدستي ډول له جګړې لاس واخلي او له هغه چا سره خبري شورو کړی چې د اپوزيشن استازیتوب کوي.

پرون د زيارت په ورځ د روس د فېډريشن په کونسل کې د بهرنو چارو کمېټۍ مشر ميخايل مارګي لوف وويلې په شام کې د جګړې ودرول ضروري دي او پکار ده چې په دې لړ کې ړومبې ګام بشارالاسد واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG