د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې د سولې لپاره اعتماد پکار دی "


د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه، احمد رشيد
د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه، احمد رشيد
ژباړه : - بشير ګواښ

د امريکې د پي، بي، ایس يا پبليک براډکاسټينګ سرویس (Public Broadcasting Service) ټيليويژن سره په يوه مرکه کې د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه، احمد رشيد ويلي چې په سيمه کې د امنيت پرځای کولو لپاره بايد په ګاونډيانو او په افغانستان کې دننه د سولې د خبرو لپاره د اعتماد د رامنځته کولو لپاره کار وشي.


احمد رشيد چې اوس اوس یې Pakistan on the Brink: The Future of America, Pakistan and Afghanistan يا پر ژۍ ولاړ پاکستان، امريکا او افغانستان راتلونکې په نامه کتا ب خپور شوی، د امريکا د پي، بي، ایس ټي وي سره په يوه مرکه کې ويلي چې دا مهال پاکستان کې حالات د اقتصادي، سياسي او ټولنيز ناورين سره مخ دی. د هغه په وينا که پاکستاني مشران د خپلو خلکو چې زغم يې مخ په ختميدو دی، لپاره څه نه وکړي نو کيدای شي نوي سياسي مشران مخې ته راشي.

احمد رشيد پي بي ایس ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د پاکستان رول ډير اهميت لري.

د يادونې وړ ده چې تيرکال د ناټو له خوا د ۲۴ پاکستاني پوځيانو له وژل کيدو وروسته د امريکا او پاکستان اړيکې ډيرې خرابې شوي خو دوه ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت وويل چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې امريکا د پاکستان سره شريکې ګټې لري. د احمدرشيد په وينا امريکا اوس درک کړي چې پاکستان د سولې لپاره مهم رول لوبولی شي.

هغه وايي: ((دې حقيقت ته په کتو سره چې طالبان او ډير مشران يې په پاکستان کې دي، پاکستان تمه درلوده چې دوی به د طالبانو سره په خبرو کې مرکزي رول لري. خو وشول داسې چې امريکا پاکستان له پامه وغورځاوه. او پاکستانيانو ته يې د خبرو د بهير په اړه معلومات ورنه کړل. اوس امريکايان پوه شوي چې د خبرو د بهير لپاره بايد پاکستان راشريک کړي.))

احمد رشيد همداراز په سيمه کې د بدامنۍ د ختمولو لپاره درې حل لارې وړاندې کوي او وايي:
((لومړۍ خبره دا ده چې د افغانستان د ګاونډيانو رضا اخیستل دي چې په افغانستان کې به لاس وهنه نه کوي او د يو يا بل جنګسالار د مالي مرستې په ترڅ کې به اوبه نه خړوي چې په ۱۹۹۰ مو کلونو کې هم همداسې شوي وو او په افغانستان کې يې کورنۍ جګړه رامنځته کړه. دوهمه خبره دا ده چې افغان ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې دننه د طالبانو سره د خبرو لپاره يو جوړ جاړی رامنځته کړي او هغه خلک چې د دې خبرو خلاف دي په دې بهير ورګډ کړي او دريمه خبره دا ده چې پاکستان سره اړيکې بيرته بهالې کړل شي او پر ځای د دې چې د طالبانو د ساتلو له وجې پرې نيوکې وشي ، ورته ودې ويل شي چې د مذاکراتو په برخه کې پرمختګ روان دی او دا چې افغانستان د پاکستان يو مهم ګاونډی دی او ضررورت ورته لري نو بيا دې پاکستان طالبانو ته نيټه ورکړي چې نور به پاکستانۍ خاوره د پټنځايونو لپاره نه کاروي.))

احمد رشيد زياتوي چې په سيمه کې د جګړې د ختمولو او امنيت پر ځای کولو لپاره دې د طالبانو سره د خبرو بهير تيز کړل شي او د هغوی د بنديانو پريښودل به په تشدد او بريدونو کې د کمښت سبب شي.
XS
SM
MD
LG