د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رزمک کېډیټ کالج نوښار ته د لېږلو پر ضد لاریون


په شمالي وزیرستان کې د رزمک کېډيټ کالج
په شمالي وزیرستان کې د رزمک کېډيټ کالج
د شمالي وزيرستان په رزمک ، ميرامشاه او ميرلي کې خلکو د رزمک کېډټ کالج نوښار ته د لېږلو پر وړاندې مظاهرې کړې دي.

د دغه سيمې يو اوسيدونکې حاجي دريا جان تور لګوي چې حکومت د دې تعليمي ادارې د منتقل کولو په وسيله د دوي ځوانان له تعليمه بې برخې کول غواړي .

په ۲۰۰۹م کال د رزمک کېډیټ کالج ګڼ زدکونکي په شمالي وزیرستان کې د اورپکو طالبانو لخوا نیول شوي وو چې بیا وروسته خوشي کړل شول. له هغې وروسته د دغه کالج زدکونکو ته په پېښور کې د زدکړو بندوبست شوی وو. او اوس سرکار پرېکړه کړې چې په لنډمهالې توګه په نوښار کې د رزمک کېډيت کالج منتقل کړل شي. خو د سیمې خلک ورسره مخالفت لري.


ياده دې وي چې رزمک کالج په۱۹۷۰م کال کې د شمالي وزير ستان په رزمک سيمه کې په يو سل پنځوس ايکړه زمکه جوړ کړل شوی دی چې پکې د دغه سیمې او د پښتونخوا د نورو برخو په ګډون له پاکستانه ګڼو زدکونکو تعلیم حاصل کړی دی.
XS
SM
MD
LG