د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا پولیس په بیا بیا قرباني کېږي


په پېښور ښار کې پولیس ګښت کوي
په پېښور ښار کې پولیس ګښت کوي
فرخنده وزیر - مشال راډیو

پراګ :- په خیبر پښتونخوا او بیا په تېره په پیښور کې روانې بدامنۍ پولیس ځواک (فورس) هم متاثره کړی دی. له تیرو کالونو راهیسې یو شمیر لوړپوړي پولیس چارواکي او لسګونه عام پولیسان ووژل شول ، دا چې د موجوده حالاتو لپاره د پولیسو شمیره پوره ده، او دوی دومره سهولتونه لري او که نه چې د جرمونو د ختمولو سره سره د خپل پرضد کاروایانو مقابله وکړي.


په پیښور کې چې د تیرو څو ورځو راهیسي یو ځل بیا د پولیسو خلاف بمي حملې او ځان مرګي بریدونه زیات شوې دي. او کله چې هم په قبایلي سیمو او یا هم د پیښور په خواو شاه برخو کې د وسلوالو ضد د امنیتي ځواکونو لخوا عملیات پیل شي ، نو پولیس یو اسانه هدف وي، چې په ترهګر بریدونو کې په نښه کیږي.

د پیښور د پولیسو پخوانۍ مشر ملک نوید مشال ریډیو سره په خبرو کې وایي، پولیس په سیمه کې د ترهګرۍ ضد روانې جګړې لپاره نه دی روزل شوی، او نه دا د پولیسو کار دی، چې د جرمونو د مخنیوې سره سره د اورپکو خلاف هم وجنګیږي.

په ۲۰۰۷م کال کې د پیښور د پولیسو مشر سي سي پي او ملک سعد د محرم په ورځو کې په یوځان مرګي برید کې ووژل شو، چې له دغې وروستو په پولیس چارواکو حملې زیاتې شوې.

په ۲۰۰۸م کال کې د لکي مروت د پولیسو مشر ډي ایس پي جاوید اقبال د سړک غاړې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو، چې وروستو یي د سوات په مینګوره کې په جنازه کې یو ځان مرګي برید ګڼ شمیر کسان ووژل، چې پکې د هغه زوی هم شامل وو.

د پیښور د پولیسو مشر سي سي پي او امتیاز الطاف مشال ریډیو ته وایي، د ښار د موجوده حالاتو لپاره د پولیسو شمیره کافي نه ده، او دوی دومره سهولتونه هم نه لري، چې د روانې بدامنۍ د ختمولو په پوره توګه مقابله وکړي.

د ۲۰۱۰م کال په اګست کې د ایف سي کمانډنټ صفت غیور په پیښور کې په یو ځان مرګي برید کې ووژل شو. د پيښور د پولیسو پخوانۍ مشر ملک نوید دا هم وویل، د پولیسو د مشر چارواکو سره سره په لسګونه عام پولیس هم په تیرو اتو کالونو کې د اورپکو لخوا وژل شوې دي، چې زیاتره دغسې پیښې وسلوالو طالبانو منلې دي.

په وروستو کې د پیښور د کلي والو سیمو د پولیسو مشر ایس پي کالام خان هم په یو ځان مرګې حمله کې ووژل شو، او د تیرې نهې په ورځ د پیښور په بانه ماڼۍ کې په یوه بمې حمله کې دوه پولیس ووژل شول ، او دوه نور ژوبل شوو.

په پیښورکې خبریال جاوید عزیز مشال ریډیو سره په خبرو کې وایي ، د پیښور پولیسو شمیره د موجوده حالاتو لپاره پوره نده، او نه دوی د ترهګرۍ ختمولو لپاره جدیده وسله لري. دی وايي، په روانو حالاتو کې یو خوا پولیس د یو نامالوم دښمن خلاف جنګیږي ، نو بلخوا دغې حالاتو له ذهني پریشانو سره هم مخامخ کړي دي.
XS
SM
MD
LG