د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې ایشیايي وګړي په زیاتېدو دي


دامریکا د سرشمېرنې ۍ اداره وايي په هېواد کې یې د ایشیايي خلکو شمېره په تیزۍ سره زیاتیږي.

دا ادره د ۲۰۱۰م کال د سرشمېرنې نتیجو ته په کتو سره وايي هغه خلک چې خپله پیژنګلو د ایشیايي تن په توګه کوي پکې د یوې لسیزې وړاندې په نسبت څه باندې ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلې دې.

دا شرح دامریکا په آبادۍ کې د کیدونکي اضافې نه ډېره زیاته ده ځکه چې هم په دې موده کې د هېواد آبادي خواوشا لس فیصده زیاته شوې ده.

هغه خلک چې جرړې یې په څه نا څه ډول د مشرق بعید، جنوب مشرقي ایشیاء او برصغیر هند سره تړلي وي د شماریاتي مقاصدو لپاره ایشیايي خلک حسابیږي.

د ایشیايي خلکو شمیر ه چې د امریکا په کومو ریاستونو کې زیاته شوې په هغې کې نیواډه، ایریزونا او نارت کیرولاینا شامل دي. بیا په ایشیايي خلکو کې ترټولو په اول نمبر د چین خلک دي چې خوا اوشا څلویشت لکه ته رسیدلي دي، ورپسې د فلپاین ۳۴ لکه او د برصغیر ۳۲ لکه خلک په امریکا کې میشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG