د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران خپل خلک له انټرنیټه بې برخې کوي. اوباما


د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون د هغو اقداماتو اعلان وکړ چې هدف يې په دغه هېواد کې معلوماتو ته په ازاده ډول د لاس رسي اسانول دي.

اوباما د نوروز په مناسبت په خپل ويډيويي پيغام کې د ايران حکومت تورن کړ چې پر خپلو خلکو يې ”برېښنايي يا الکټرونيکي پردې” اچولي دي.


په عين حال کې د امريکا د خزانې وزارت نوي تفصيلات خپاره کړل چې ايران ته کوم ډول خدمات او سافټوېرونه ترلاسه کيدای شي.


دغه وزارت ويلي هدف یې دا ډاډمنول دی چې د ايران په وړاندې بنديزونه د هغو کمپنيو پر وړتيا چې ايرانيانو ته د رابطو وسايل برابروي ”غیر ارادي منفي اغیز” ونه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG