د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان او افغانستان د نړیوالو ورخپاڼو لیکنې




ډیلي ټیلي ګراف لیکي، هېلو میګزین چې له راتلونکې اونۍ به د پاکستان د فلمي صنعت، هنرمندانو، او د دغه هیواد د کلتوري پرمختګ په اړه خبرونه او رپوټونه خپروي، غواړې د دغه هیواد د ژوند دا رنګ هم جهان ته وښیې.

ورځپاڼه لیکي، پاکستان چې په نړۍ کې د مذهبي توندروۍ ، سیاسي مسلو، سیلابونو او دا شان نورو ستونزو له کبله زیاتره په خبرونو کې شامل وي، د دغه مجلې کارکونکي اوس غواړي، د لاهور، کراچۍ، او اسلام اباد او نورو ښارونو کې د ژوند ، د کرکټ د ستورو، او د هغه شتمنو خلکو په اړه هم ولیکي، چې په دوبۍ، لندن او ټورنټو کې سامانونه اخلي.

د هېلو مجلې خپرونکې ظهره سیف الله وایي، غواړي د خپل ملک دا روښانه تصویر نړۍ ته وښایي. ظهره وایي ، د دوی کلتور ډیر غني دی، او ډیر رنګونه لري، نو ځکه یي فیصله کړي، باید دا اړخ هم خلک وویني.

د خپل میګزین په اړه ظهرا سیف الله دا هم وایي، دوی اوس د فیشن ښودلو پروګرامونه کوي، اسکر انعام ګټي، او داسې خلک لري، چې په ټول جهان کې د یوې ښي پیژندګلو له وجې مشهورتیا لري، او په ملک دننه او یا بهر ملکونو کې داسې پاکستانیان هم دي، چې ډیر ښه کارونه کوي، خو څوک ترې ندي خبر، او دا هفه ټول څه دي، چې دوی به په هېلو کې ښکاره کوي.

ټیلي ګراف لیکي د پاکستان په قبایلي سیمو کې وسلوال طالبان د سي ډي او نایانو دکانونه په بمونو تباه کوي، او دغه هیواد داسې میډیا لري، چې غواړې سنسني خیز خبرونو ته زیات پام وکړي. او هېلو میګزین کې به دوی د پاکستان د تصویر بل اړخ د ښودلو کوښښ کوي.

اخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، امریکا که څه په افغانستان کې یو مشکل کار پر مخ بوځي خو هیله منده ده، چې په دغه هیواد کې به امن او ثبات پرځای کوي. په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو کمانډر جنرل جان الېن د تیرې نهې په ورځ یوې پوځي کمیټۍ ته د افغانستان په اړه په خپلو خبرو کې وویل، په دغه هیواد کې یي طالبان کمزوري کړي دي، او د افغانستان په جنوب کې یي کامیابه عملیات تر سره کړي، چې د تیر کال په پرتله اوس د نړیوالو ځواکونو خلاف عملیات هم کم شوې دې.

که څه هم د دوه زره څوارلسم کال ترپای پورې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو په دغه هیواد کې به د بهرنیو ځواکونو یو څه شمره موجوده وي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته به روزنه ورکوي، او دا خبره به هم یقیني کوي، چې وسلوال کابل یو ځل بیا په خپل کنټرول کې وانخلي.

واشنګټن پوسټ لیکي افغان او امریکایي حکومت به د شپې د چاپو په کمولو هم په راتلونکو کې خبرې کوي، چې یو ښه حل یې دا دی دغه ذمه واري افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG