د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب د مدرسې امانت دی. مولانا شیراني


 جمعیت علماء اسلام یو مرکزي مشر مولانا محمد خان شیراني
جمعیت علماء اسلام یو مرکزي مشر مولانا محمد خان شیراني


د طالبانو مخالفت مي په ریښتونو دلایلو کړی. له مشال رېډیو سره د مولانا محمد خان شیراني ځانګړې مرکه

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل چیرمېن او د جمعیت علماء اسلام مرکزي مشر مولانا محمد خان شیراني له مشال ریډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وایي،چې تشدد شوي مړي پاکستاني ادارې غورځوي .بلوڅانو ته په اشاره نوموړي زیاته کړه، چې هغوی به هم دومره څه کړي وي چې په ګولۍ یې ووژنې. دومره ظلم خو مه پر کوه چې پر سترګو یې برما وچلوې یا پر سینې یې په سګریټو ٫٫پاکستان زینده باد٬٬ ور ولیکې.

ما به همېش دغه ورته ویل چې طالب د مدرسې امانت دی .یاني مورو پلار طالب مدرسې ته د جنګېدو لپاره نه، بلکه تعلیم وتربیت ته یې رالېږلی. دویمه خبره دا چې جهاد چې هغه حقیقي جهاد هم وي،په هغه کې د مورپلار اجازت شرط دی.نو له دغې وجي ما به ورته وېل،چې دا مناسبه لار نه ده.
مولانا محمد خان شیراني
مولانا شیراني مني، هغه وخت چې پاکستان،عرب اماراتو او نورو هیوادو په باقاعده توګه د طالبانو رژیم منلی وو، ده یې هغه وخت مخالفت کړی وو. ځکه طالبان د مورو پلار له اجازت پرته جنګ و جهاد نه شي کولای. د مولانا محمدخان شیراني سره د شوې بشپړه مرکې جزیات چې د مشال همکار نیازموساخېل ور سره کړېده.

پوښتنه:په سنکیانګ کې که څه وشي، پل یې تر پاکستانه راځي .په ممبۍ او بل ځای کې څه وشي نوپل یې تر پاکستانه راځي. ستاسو په فکر د دې څه وجه ده؟

ځواب :ده دې مانا دا ده چې موږ نړی ته دا پیغام ورکوو چې زه د کرایې قاتل یم، ډالر را کوه، څوک راباندې وژنې. دلته ملا د فتوې لپاره په کرایه موندل کیږي. لیډر د قام غولولو لپاره په کرایه ترلاسه کیږي. جرنېل د پوځ د استعمالولو لپاره په کرایه موجودیت لري .دلته داسي ادارې شتون لري چې له ما تنخوا د حفاظت اخلي. له امریکا کرایه د خدمت اخلي او له اغوا کارو بته یا قلنګ د حفاظت اخلي. دا خبره ما پخوا هم کوله او اوس یې هم کوم.

پوښتنه:په امریکایي کانګرېس کې د بلوچستان د خپلواکۍ قرارداد وړاندي شو.تاسو څه فکر کوی. آیا واقعي له بلوڅانو سره دومره ظلم او زیاتوب روان دی چې دوی ته دې خپلواکې ورکړل شي؟

ځواب:که په بلوچستان کې چاپېریال دومره نه دی خراب چې د چا مال او ژوند او هر څه له خطر سره نه دي مخامخ او بیا داسي قِسمه قرارداد وړاندي شو،نو دا خو بیا یو شیطاني ده. لاکین کوم جرنېل (پروېز مشرف) چې امریکا ته لاجسټک سپورټ ورکړو او هر څه یې په لاس کې ورکړو،نو دا د هیواد خپلواکې اوآزادي مشرف پر داو ولګوله او که امریکا؟ بله خبره دا چې دلته له خلکو سره کوم څه نه دي شوي یا کوم څه نه کیږي؟ څوک دي دا راته ووایي چې د میړه سزا خو تر مرګه پوري ده. مرګ په ګولۍ هم کیدی شي.دا څوک چې مړ کړې، بیا یې مړی بوینوي ولې؟ بیا یې پر سترګو او سینې برما ولې چلوي؟ بیا یې په سیګریټو ٫٫پاکستان زینده باد٬٬ ولي ور لیکې؟ زه پوښتنه کوم،چې دا ٫٫پاکستان زینده باد٬٬ دی اوکه ٫٫پاکستان مرده باد٬٬؟

پوښتنه:ستاسو په فکر،دا کار څوک کوي؟

ځواب:دا زموږ خپلي ادارې کوي.بیا که مُلکې وي او که نړیوالې ادارې.

پوښتنه:شیراني صېب،تاسو په بیا بیا ویلي چې د سیمې خلک دي د ٫٫امن لښکر٬٬ په نامه له تنظیمونو او دا قِسمه کارونو لیري شي.ولي،په امن لښکرونو کې بد څه دي؟

ځواب:که تاسو د امریکا کیري لوګر بل تر سترګو کړی وي، په هغه کې دوی یو فنډ په ګوته کړی چې په پاکستان کې د خانه جنګۍ مخنیوی. نو دا مخنیوی د ترهګرۍ چې زیاتوب د ترهګرۍ دی،هم دا شان مخنیوی د خانه جنګۍ به مطلب زیاتوب د خانه جنګۍ او بې امني وي. زه خو دغه وایم چې د امن په نامه به بې امني او د جهاد په نامه به فساد راولي .نوم یې خوږوکی،کار یې خوړجن.

پوښتنه:له کوره چې څوک مرور شي،نو مشران ورځي او هغه بیرته راپخلا کوي.له تاسو چې څوک مرور شوي، هغوي به تاسو بیرته نه پخلا کوی؟ (البته اشاره مو د جمعیت علما اسلام نظریاتي خوا ته ده،کوم چې ستاسو ملګري وو او له تاسو مرور شو)٬٬

ځواب:یوه ده د ملګروۍ لار او یوه ده د سیالۍ لار .د ملګروي له لارې نن هم پر دوی بندیز نشته .زموږ د دستور له لاري که څوک معطله شي یا بل څه ور سره وشي نو د اپیل حق لري او تر بالا مشرانو خپل غږ رسولای شي او بله دا چې که دوی غواړي چې شریعت او درېمت دي ورسره وشي، نو درېمت په معاملاتو کې وي، په نظریاتو کې نه وي. که په دغه مانا څوک له موږ سره ځي، خدای دې راولي او که یې نه د خوښه، پر کومه لار چې تلل غواړي،په مخه دي یې ښه وي

پوښتنه:تاسو همېش د مذهب پر نامه سیاست کړی او خلکو هم تاسو ته پر دغه نامه رایې یا ووټ در کړی .تاسو پخوا هم او اوس هم په اسمبلیو او حکومت کې ناست یاست. دغه رنګه تاسو پخپله د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر یاست.تاسو څه داسي قانون سازي کړې یا دا قِسمه سفارشات مو کړي،چې سړی دا ووایي،تاسو د خلکو د ووټ حق ادا کړو؟

ځواب:تر څو د سفارشاتو خبره ده.هغه موږ تر ډېره حده کړي.عمل پر کول، نه کول بیا د حکومت مسله ده او بل قانون سازي همېش د اکثریت پر بنسټ کېږي او موږ یوازي په حکومت ورګډ یو.

پوښتنه:ځیني خلک تور لګوي چې کله په افغانستان کې د طالبانو پاڅون وشو، نو شیراني د دوی او په خاصه توګه،دوی چې کوم د جهاد نوم ورکړی وو،د هغه مخالفت کړی وو.په دغه اړه تاسو څه وایاست؟

ځواب:د طالبانو په پلوي کې زما او زما د ملګرو خیال او فکر یو وو. ما یې هم پلوي کوله او ددوی یې هم .البته د حمایت یا پلوي په نوعیت کې فرق وو. ما یې حمایت دا باله چې له جنګه یې را وباسۍ او د سبق پر خوا یې برابر کړی.دوي(زما ملګرو) بیا ویل چې په جنګ کې څومره تاوده وي، هغه د دوی له اړخه حمایت دی. ما به همېش دغه ورته ویل چې طالب د مدرسې امانت دی .یاني مورو پلار طالب مدرسې ته د جنګېدو لپاره نه، بلکه تعلیم وتربیت ته یې رالېږلی. دویمه خبره دا چې جهاد چې هغه حقیقي جهاد هم وي،په هغه کې د مورپلار اجازت شرط دی.نو له دغې وجي ما به ورته وېل،چې دا مناسبه لار نه ده.


پوښتنه:سیمه په اور کې را ګیر ده.هرې خوا ته ستونزې او پرېشانۍ دي.ستاسو په فکر د دا ټولو حل څه دی؟

ځواب:حل دا دی چې په ملا کې سنجیدګي راشي.په سیاسي مشر (کې سنجیدګي او د حکومت په ذمه وارو کې سنجیدګي راشي.تر څو چې موږ د بل په کرایه استعمالږو،بیا خو به دغه حال وي نو......
XS
SM
MD
LG