د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک پاکستان ته یو بیلیون ډالر منظور کړې


ژباړه: منور شاه - مشال راډيو - پراګ

دفرانس د خبري ایجنسۍ اې ایف پي په یو رپوټ کې راغلي عالمي بېنک د نهې په ورځ ویلي د پاکستان د پرمختګ په لړ کې دغریبۍ کمولو لپاره به په دې هېواد کې ۱ اشاریه صفر نهه بلینه ډالره خرچ کوي دا پیسې به په دوو منصوبو یعنې د توانايي او زراعت په مد کې لګول کیږي.

دعالمي بینک د قرضو ورکولو څانګې ویلي مرکزي چارواکو یې د نهې په ورځ ددې منصوبو منظوري ورکړې ده.

دې لړ کې به ۸۴۰ ملینه ډالره د تربیله ډیم په څلورم بجلي ګر لګول کیږی چې په مکمل کیدو به ۱۴۱۰ میګاواټ بجلي تیاروي او دا راز به د ملک د بجلۍ په بحران کمولو کې به لویه مرسته وي، عالمي بېنک وايي پاکستان کې خلک صرف ۱۵ فیصده د اوبو نه جوړه شوې بجلي استعمالیږي.

تربیلا ډیم
تربیلا ډیم
دا رپوټ وايي، د تربیله ډیم دا نوې منصوبه به د موجوده ډیم وسایل کاروی یعنې دموجوده ډیم د بجلۍ پیدا کولو استعداد به زیاتوي . او په اوړي کې چې کله د بجلۍ کمی راځي نو دا به په کار راوستل کیږي.

پاکستان کې دعالمي بېنک مشر رچرډ بن میسوود وايي ددې منصوبې ښکلا دا ده چې نه خو ورته نوي وسایل پکار دي او نه ورته نوره زمکه پکار ده چې له وجې یې خلک بې کوره کیږي. اوپه هېواد کې به دبجلۍ بحران په کمولو کې هم کردار ترسره کوي.

نوموړی زیاتوي ددې نه به کارخانه دارو، زمیندارو او عامو خلکو ته نیغ په نیغه ګټې رسي چې نه یوازې په کمه خرچه به ورته بجلي میلاویږي بلکه لوډ شیډنګ به هم ورسره کم شي.


دا رپورټ دعالمي بېنک په حواله لیکي چې په پنجاب صوبه کې به د زراعت په مد کې ۲۵۰ ملینه ډالره لګوي داپیسې به د اوبه خور په نظام لګول کېږي چې یوې خوا ته به په اوبه خور کې اوبه نه ضایع کیږي او بلې خوا ته به خلک د سیلابونو د ممکنه تباهۍ نه محفوظ شي. په دې کې به د څاڅکو او اوب پاشلو په ذریعه د اوبه خور نظام او نورې نوې طریقې خلکو ته ورپیژندل کیږي.

عالمي بینک ویلي د بیا رغونې او پرمختګ څانګه به یې دا قرضه پاکستان ته په اسانو شراطو ورکوي چې په ۲۵ کلونو کې به واپس کولاﺉ شي او که په اولنو پنځو کلونو کې یې کوم قسط په خپله نیټه جمع نشي نو ورباندې به جرمانه نه لګوي.
XS
SM
MD
LG