د لاسرسي ځای

له پاکستان سره همکاري زموږ په ګټه ده: امريکا


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکټوریه نولېنډ

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکټوریه نولېنډ

هارون باچا - مشال راډيو

پراګ:- د امريکا حکومت د نهې په ورځ د پاکستان د پارليماني کميشن د دې سپارښتنو په ځواب کې چې امريکا دې د مومندو د پيښې له پاره له پاکستانه غير مشروط بښنه وغواړي او هم دې په قبايلي سيمو ډرون بريدونه کول ودروي، په رسمي ډول څه و نه وييل ، خو په عين وخت کې يې د کميشن له دې وړانديز سره ملاتړ څرګند کړ چې وايي دوه اړخيزه احترام دې د امريکا او پاکستان د تعلق اساسي ټکی جوړ شي-

د امريکا د خارجه وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وويل حکومت به يې د پاکستان په پارليمان کې د دغه مسالو په اړه د کيدونکي بحث د پايلو په رڼا کې يو واضح موقف مخې ته راوړي-

(موږ د دغه سپارښتنو لومړنۍ بڼه ليدلې او زموږ په اند اوس به داسې کيږي چې د مارچ په ۲۶ مه نيټه به پارليماني بحث پيليږي- نو زما په خيال موږ به تر هغې چې د دغه خبرو پايلې مخې ته نه وي راغلې او دغه بهير پر وړاندې نه وي تللی، کومه تبصره به پرې و نه کړاﺉ شو-)

راپورونه وايی د پاکستان د پارليمان غړو د دې ايوان د نهې د ورځې په غونډه کې له امريکا سره د دې هيواد د اړيکو د بيرته پر ځای کولو په لړ کې يو شمير سپارښتنې مخې ته کښيښودې- په دغو کې په مومندو د ناټو د تير کال نومبر د مياشتې د هوايي بريدونو له پاره، چې ۲۴ پاکستاني عسکر يې قربانيان شول، له پاکستانه د امريکا د غير مشروط بخښنې او د پاکستان په قباييلي سيمو د امريکايي ډرون بريدونو د ودرولو په څير شرطونه شامل دي-

بايد وویل شي د مومندو له پيښې وروسته امريکا له پاکستان سره خپلې خواخوږۍ شريکې کړې او د کړيو تحقيقاتو په رڼا کې يې وويل چې دغه غمژنه پيښه د ناټو او هم د پاکستاني ځواکونو د تيريو له امله واقع شوې- پاکستان د امريکا دريځ و نه منلو او په افغانستان کې ميشت د اييتلافي ځواکونو پر مخ يې له خپلې خاورې تيريدونکې اکمالاتي لارې وتړلې- د پاکستان د پارليمان کميټې حکومت ته دا سپارښتنه هم کړې چې د دغه لارو د بيرته پرانستلو په صورت کې دې د ناټو په وړل کيدونکيو سامانونو درنې مالييې ولګوي-

ايسوشييتډ پريس اژانس ليکي له دي لامله چې له پاکستانه تيريدونکې د ناټو اکمالاتي لارې د افغانستان په جګړه کې ډيرې اغيزناکې ثابتيدی شي، واشنګټن هڅې کوي له اسلام اباد سره خپل تعلق بيرته عادي حالت ته راولي- دا هم وييل کيږي چې امريکا ګڼي پاکستان په افغانستان کې له طالب وسله والو سره د روغې جوړې د خبرو پر مخ بيولو کې هم مهم کردار لوبولی شي-

د واشنګټن مطبوعاتي کنفرانس ته په وينا کې د امريکا د خارجه وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ د پاکستان همدغه ارزښتناکه کردار ته په اشارې وويل چې حکومت يې له دې هيواد سره په يو شمير برخو کې همکارۍ کولو ته ليواله دی-

(موږ هم هميشه دا خبره په پام کې نيولې چې تر دا منځ زموږ اړيکې دې د دوه اړخيزه احترام او شريکو ګټو پر اساس ولاړې وي- موږ باوري يوو چې موږ له په ګډه بلها کار کول دي- نه يوازې د ترهګرۍ ضد جګړې او د زيات امنييت د راوستلو په برخه کې بلکه د پاکستان دننه د اقتصادي او جمهوري ودې او پرمختيا او دغه راز په سيمه کې د يوه ښه ګاوندي هيواد په توګه د پاکستان د ځليدو په برخه کې هم- نو دا هر څه موږ له په شريکه کول دي او په دغه لړ کې همکاري کول زموږ په ګټه هم دي-)

که څه هم چې رسنيو د قامي سلامتيا له پاره د پاکستان د پارليماني کميتې د مشر سينيټر رضا رباني خبره راخيستې چې وايی دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پارليمان ته د دې هيواد بهرنۍ پاليسۍ ته د يوه شکل د ورکولو ذمه وارۍ ور په غاړه شوي، خو ايسوشييټډ پريس اژانس هم د پاکستان د يوې څيړنکارې ثمينه احمد له قوله ليکي چې وايي د پاکستان پوځ د دې هيواد د امنييتي تګ لارې په جوړولو کې اوس هم مهمه ونډه لري-
XS
SM
MD
LG