د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما ايرانيانو ته د نوي کال مبارکۍ پيرزو کړې


د امريکا ولسمشر براک اوباما
د امريکا ولسمشر براک اوباما
هارون باچا - مشال راډيو

پراګ:- د نوروز په مناسبت په يوه ويډيويي پيغام کې د امريکا ولسمشر براک اوباما ايراني ولس ته د نيکو پيرزونو د ليږلو تر څنګ له دوی سره د مقالمې د پيلولو د خپل حکومت هيلې هم په ډاګه کړې- نوموړي وويل موږ غواړو له ايرانيانو سره د خبرو په ترڅ کې د دوئ له خيالاتو او ارمانونو نه خبر شوو-

(د ايران په خلکو د خوښۍ دغه لحظې په داسې مهال راغلي چې زموږ د دواړو هيوادونو تر منځ تناو دوام لري- خو په داسې حال کې چې خلک له خپلو کورنيو سره غونډيږي، ښه کارونه او د يو نوي موسم هرکلی کوي، موږ ته هم د انسانييت هغه ګډ قدرونه چې يو له بل سره يې شريکوو، را په زړه شي-)

دا په داسې حال کې ده چې ايران د خپل لانجمن اټومي پروګرام له پاره د امريکا او اروپايی ټولنې له سختو مالي بنديزونو سره مخامخ دی-

ښاغلي اوباما په خپل ځانګړي پيغام کې د ايراني حکومت د هغو پاليسيو غندنه هم وکړه چې د ده په خبره په ترڅ کې يې غواړي له بهرنۍ نړۍ سره د ايرانيانو اړيکې قطع کړي- نوموړي زياته کړه د ايران حکومت د دې له پاره چې ټيلي ويژني او ريډيويي خپرونې وتړي، د سيټيلايټ سګنالونه بې حرکته کوي- دغه راز د انټرنيټي کنټرول په برخه کې يې هم د ايراني حکومت اقدامات وغندل چې و يې ويل،

(حکومت د خپل طاقت د دفاع په هدف کمپيوټرونه او موبايل ټيليفونونه تر څارنې لاندې ساتي، او په دې تيرو اونيو کې يې خو انټرنيټي محدودييتونه دومره سخت کړي چې ايرانيان د هيواد دننه او هم د باندې له خپلو عزيزانو سره په خپلواکه توګه تماسونه نه شي نيولی- هغه ټيکنالوژيانې چې ولسونو ته بايد د قوت وربښلو لامل شي، د دوی د ځورولو له پاره کارول کيږي-)

ايسوشييېټېډ پريس اژانس ليکي براک اوباما اکثره وخت د نوروز په موقع ايراني ولس ته د نيکو هيلو په ليږلو هڅه کوي د ايران له خلکو سره د امريکا تعلق له ناکراره هغه څخه جلا وښيي چې د ايران د لانجمن اټومي پروګرام له کبله يې له دغه هيواد سره لري-

اژانس زياتوي د ايرانيانو د نوي کال د پيل په مياشتو کې د اسرايیلو له خوا د ايران پر اټومي تاسيساتو د بريدونو امکان د دې هيواد او د لويديځ تر منځ اړيکې لا هم پيچلې کړې دي- د اوباما ادارې په باب ويل کيږي چې لا يې هم د ايران پر ضد د پوځي طاقت د کارولو له وړانديز سره موافقه نه ده کړې او غواړي چې ورباندې د مالي بنديزونو په سختولو سره دغه هيواد د اټومي وسلو جوړولو پروګرام پرېښودو ته اړ کړي-

سره له دې چې ښاغلي اوباما د ايران پر ضد د بنديزونو د سيوا کولو دريځ خپل کړی، د نوروز په مناسبت ايرانيانو ته په خپلې وينا کې يې وويل حکومت به يې د امريکا کاروباري شرکتونو ته په ايران کې د کمپيوټري خدمتونو د رسولو په برخه کې اسانتياوي برابر کړي چې دغه شان ايرانيان وکولاﺉ شي د انترنيټ له لارې د نړۍ له خلکو سره اړيکې ټينګې کړي-

بلې خوا ته راپورونه وايی هم د نهې په ورځ د ايران د اسلامي دولت مذهبي مشر ايت الله علي خامنايی په خپلې يوې ټيلي ويژني وينا کې د امريکا او ايران له کړکېچه ډک تعلق ته په اشارې وويل چې هيواد به يې پر ضد شوې هرې يوې حملې ته په برابر قوت سره ځواب ووايي- نوموړي په خپلو څرګندونو کې امريکا او اسرايیل دواړه د ايران د دښمنو هيوادو په توګه ياد کړل- ايران په دوامداره ډول وايی چې خپل اټومي پروګرام يوازې او يوازې د بريښنا د توليد له پاره کاروي-
XS
SM
MD
LG