د لاسرسي ځای

اسرارعالم مومند - مشال راډيو

پراګ:- د سټاکهوم نړیوال امن څېړنیز مرکز په خپل يو تازه رپورټ کې وايي، هند د وسلو په اخیستو کې لومړی او پاکستان په دريم نبمر دې. رپورټ زياتوي چې له ۲۰۰۷م تر دوه زره يولسم کال پورې د ټولې نړۍ د وسلې لس فيصده هندوستان اخستې چې ورته زياتره وسله له روسه ، بریتانییا او اسرايلو څخه ورځي.

هند او پاکستان یو خوا د دودیزه وسلو د کمولو خبرې کوي نو بلخوا د نړۍ یو له زیاتو وسلو اخستونکې هېوادونه څخه دي. په اسلام اباد کې خبریاله ماريانه بابر هم وايي دا حیرانه ده چې دواړه هېودونه ايټم بمونه او درنې وسلې لري او نه پوهېږي چې دا دومره ډېره وسله ولې اخلي.؟

د سټاکهوم نړیوال امن څېړنیز مرکز په رپورټ کې راغلي دي د اشيا هېوادونه لکه جنوبي کوریا، پاکستان ، چين او سنګار پور په ګډه د نړۍ دريمه برخه وسله اخلي.

رپورټ زياتوي پاکستان له چين څخه په يو خاص پېمانه جنګي الوتکې اخیستې دي او دغه رنګ هند او پاکستان په ګډه د ښه ډول ټېنکونو آرډر هم ورکړی دی.


که چرې د وسلو ترلاسه کولو دا ځغل روا ن وو نو د دغه سيمې مستقبل به څه وي ؟ ماريانه بابر وايي، مسقبل يي تياره او تباهي دی. په پاکستان کې خلک د بجلۍ او ګېس نشتوالي ، دشيانو ګراني او نورې بد امنۍ دومره تنګ کړی دی چې ایټم بم تر کارولو مخکې به په خپله مړه شي.

د سټاکهوم نړیوال امن څېړنیز مرکز د رپورټ له مخې په نړۍ کې امريکا د وسلو په خرڅولو کې په ړومبي نمبر ده او دارنګ امريکا او روس په ګډه د ټولې نړۍ نيمايي برخه پلوري . خو خبریاله ماريانه بابر وايي که څه هم امريکا زياته وسله تياروي خو د دې ترڅنګه دغه هېواد خپلو خلکو ته نور بنيادي اسانتياوي هم ورکړي دي .

ماريانا بابر زياتوي چې اروپايي هېوادونو د وسلو په زور نه بلکې د تعليم په زور پرمختګ کړې او که چرې پاکستان او هند هم دا تګلاره خپله کړي نو دوی به هم پرمختګ وکړي.

ماريانه بابر زياتوي اروپايي هېوادنو د وسلو نه بلکې د تعليم په زور پرمختګ کړې او دارنګ که چرې پاکستان او هند هم د وسلو د ځغِل پرځای خپلو خلکو ته تعليم ، روزګار او د ژوند نورې بنيادي اسانتياوې ورکړي نو دوی به هم پرمختګ وکړي.
XS
SM
MD
LG