د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دې دسلللا په پېښه معافي وغواړي


نن په پاکستان کې د پارلیمان ګډې غوڼدې پر مهال د واکمن پیپلز ګوند سنیټر رضا رباني په ۱۶ مهمو او څلویښتنو زېلي شقونو مشتمل سپارښتنې وړاندې کولو سره وویل چې پاکستان د سلللا چیک پوسټ د پيښې په لړ کې دې امریکا له دوی څخه غیر مشروط بخښنه وغواړي.

د ایساف لخوا برید د غندنې وړ دې چې پکې ۲۴ پاکستاني عسکر وژل شوي وو، دا د نړیوال قانون خلاف ورزي ده او د پاکستان د ملي حاکمیت او د سیمې خلاف په تېري کې راځي. د ۲۰۱۱م کال د ۲۶م نومبر پيښې لپاره باید پاکستان له امریکا د غیر مشروطې بخښنې غوښتنه وکړي.

رضا رباني زیاته کړه چې د پېښې تر شا د ککړ کسانو پر ضد دې قانوني کاروایي وشي، او دا باور دې ورته ورکړل شي چې په راتلونکي کې به داسي هیڅ قسمه کاروایي نه کیږي . هغه وویل قومي خومختاري او د پاکستان په ایټمي پروګرام باندې به هیڅ قسمه سمجوته نه کیږي. رضا رباني وویل د تره ګرۍ خلاف په جګړه کې پاکستان ژمنیتیا لري خو پکار ده نور هیوادونو دې هم د پاکستان د قربانیانو احترام وکړي.

په افغانستان کې مېشت نړیوالو ځواکونو ته له پاکستانه د رسد لارې بحالولو په اړه نوموړي وویل چې د سخت غور او فکر وروسته دې د دې فیصله وکړل شي.

په ۲۰۱۱م کال د نومبر په ۲۶ مه نېټه له افغان پولې سره نږدې په یوه پاکستاني پوځي چیک پوسټ د امریکایی هوایی بریدونو په ترڅ کې د ۲۴ پاکستانیو عسکرو د وژل کېدو وروسته د امریکا وپاکستان اړیکي ساړه شوي دي.

د همدې مقصد لپاره د پاکستان پارلمان له امریکا سره اړیکو ته له سره د کتنې پر وړاندیزونو بحث کوي. په دې بحث کې به ټول ګوندونونه په دې اړه په اعتماد کې اخیستل کیږي چې له امریکا سره د ملګرتیا لپاره کوم کوم نوي شرطونه وړاندې او په هغوی ومنل شي. د مشال خبریال بوریوال کاکړ د سیاسي چارو له کارپوه خادم حسېن سره په دې اړه خبرې کړي او د مرکې په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې ایا امریکا به د نېټو پر هغه برید له پاکستانه بخښنه وغواړي او که نه چې ۲۴ پاکستاني عسکر په کې وژل شوي وو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG