د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا باید له افغانستان خپل ځواکونه وباسي. الېن


په افغانستان کې امریکایې لوړ پوړی کمندان جنرل جان الې
په افغانستان کې امریکایې لوړ پوړی کمندان جنرل جان الې
په افغانستان کې امریکایې لوړ پوړی کمندان جنرل جان الېن به نن د ګل په ورځ د کانګریس په وړاندې خپلې څرګندونې کوي او وايي چې په افغانستان کې له ورستیو ستونزو باوجود باید امریکا له خپل ټاکلي مهال وېش سره سم له دې هیواده د خپلو ځواکونه راوېستو ته دوام ورکړي.

ایسوشيېټېډ پریس خبري اژانس کانګریس ته د اېلېن د کیدونکې وینا یوه کاپي تر لاسه کړې چې پکې جنرل وایي، په افغانستان کې پرمختګ ریښتونۍ دۍ او تر ټولو مهمه دا چې دوامداره دی.

الېن په افغانستان کې د لسیزې روانی اوږدې مبارزې ستونزې په ګوته کوي او وایي،” موږ اوس هم ورسره مخامخ یو او په راتلونکې کې به نورې ستونزې هم ووینو،“ نوموړي هغه دوه پيښو ته اشاره کوي چې د امریکایی ځواکونو لخوا په حادثاتي توګه د اسلامي نسخو سېځلو په فبرورۍ میاشت په افغانستان کې پراخې مظاهرې راوپارولې. او بیا د یوه امریکایي عسکر لخوا د ۱۶ افغان ولسي وګړو وژنه چې روانه میاشت پېښه شوه.

په امریکایی حکومت کې د افغانستان په اړه د نظرونو تضاد دې چې ځيني په چټکۍ له دې هیواده د ځواکونو په ویستلو ټینګار کوي او ځیني بیا خبرداری ورکوي چې بیړه به یاغیانو ته ګټه ورسوي.
XS
SM
MD
LG