د لاسرسي ځای

تازه خبر

شرفیار منګل: له کوره دباندې ډېر مینه وال لرم


شرف یار منګل
شرف یار منګل
شرف یار منګل دافغانستان د پکتیا ولایت وسیدونکی دی. نوموړی د نن نه دوه دېرش کاله وړاندې د یاد شوي ولایت په منګل سیمه کې دنیا ته سترګې غړولي.

ددوی کورنۍ په افغانستان کې د جنګونو له امله پاکستان ته کډه شوې وه او دوی د ژوند ډېر کلونه په قبایلي سیمه کې تېر کړي دي. دی وايي چې تر دولسمه پورې یې ذدکړې هم په کرمه کې ترسره کړي دي.

دوی دپاکستان نه پس د ژوند ډېر کلونه په سعودي عربستان، قطر، هندوستان، روسیه او متحده عرب اماراتو کې هم تیر کړي دي.

شرف یار منګل وايي لاتنکی زلمی و او عمر یې یوازې څوارلس کاله و چې د سندرو ویلو سره یې ډېره علاقه پیداشوه خو د سندرو ویلو ارمان یې اته کاله مخکې هغه مهال پوره شو چې د افغانستان ملي تلویزون ته یې دا سندره وویله چې ( په انتظار ولاړه یم، سرې مې منګولې دي )

له هغې تر دغې یې د سندرو دوه څلویښت البمونه مارکیټ ته راغلي او ددې ترڅنګ دافغانستان بیلا بیلو تلویزونونو او راډیو ګانو ته یې هم سندرې ویلي دي.

شرف یار منګل په ودونو ښادیو او ځانګړو کنسرتونو کې هم سندرې وايي او د خلکو خوښۍ زیاتوي.

شرف یار منګل ښایسته زلفې لري، په مخ یې تل موسکا خوره وي او کله چې سندره وايي دخلکو زړونو ته د خوشالۍ یو احساس ورکوي.

ددوی د سندرو مینه وال نه یوازې په پکتیا بلکه په هر هغه سیمه کې موجود دي چې پښتانه پکې وسیږي.

نو دا ښاغلی هنرمند نن د مشال راډیو د تاترې خپرونې مېلمه دی نو د نن تاتره د شرف یار منګل په نوم.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:39:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG