د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ تر ټولو زیاته وسله هند اخلي


د سټاکهوم نړیوال امن څېړنیز مرکز وایي هندوستان په نړۍ کې تر ټولو زیاته وسله اخلي. امریکا او روس بیا هغه هیوادونه دي چې تر ټولو زیاته وسله یې په نورو ملکونو خرصه کړې ده.

د سټاکهوم نړیوال امن څېړنیز مرکز څېړنه ښيي چې د ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸مو کلونو کې هند د نړۍ لس فیصده وسله درامد کړې، چې زیاتره یې له روس، بریتانییا او اسراییلو نه اخیستې ده.

SIPRI زیاتوي په دغه موده د سر درآمدونکي له اېشییا څخه دي چې پکې شمالي کوریا ، پاکستان، چین او سنګاپور راځي.


د سټاکهوم نړیوال امن څېړنیز مرکز وايي، امریکا د نړۍ ۳۰ فیصده وسله برآمد کړېده، چې پر څه باندې ۸۰ هیوادونو یې پلورلېده.
په دې پسې روس راځي چې ۲۴ فیصده وسله یې پلولې او په دې کې یې لوی شمېر پوځي رسد چین ته ورکړی دی.

جرمني د نړۍ دریم لوی وسله پلورونکی هیواد دی او ورپسې بیا د فرانس نمبر راځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG