د لاسرسي ځای

تازه خبر

له قبایلو سره تر ځناورو هم بد بر خورد کېږي


د پاکستان د بشري حقونو کمېسون د خیبر پښتونخوا څانګې مرستیال مشر وايي، په قبایلي سیمو کې مېشت وسله وال او د دوی پر ضد عملیات کوونکی پوځ، دواړه له بشري حقونو په سر غړونو کې ککړ دي.

شېر محمد خان دا خبره مشال راډیو ته کړې ده. ((نه پوهېږم چې دې دواړو یو بل ته څومره تاوان رسولی دی خو دا دی چې عام خلک یې ډېر زیات [ځپلي دي] لکه له کورونو یې بې ځایه کړل، له تعلیم یې بې برخې کړل، هسپتال نشته، روزګار نشته؛ په خپل کور کې هغوی داسې بد ژوند تېروي.)) شېر محمد خان وايي، دا خو له بشري حقونو هم ور تېر کارونه دي. ((زه خو وایم چې دا خو له ځناورو سره هم داسې کار څوک نه کوي لکه زموږ له خلکو سره چې کېږي.)) دی زیاتوي، تېره ورځ (د مارچ ۱۸مه) په لاهور کې د بشري حقونو کمېسون غونډه وشوه چې په کې په قبایلي سیمو کې پر روانو پوځي عملیاتو، د ځايي ولس پر ستونزو او د وسله والو له خوا د ولس پر ځپل کېدو خبرې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG