د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امریکا ته ځي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول نن (د مارچ ۱۹مه) د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته ځي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسا زي پرون (د مارچ ۱۸مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د بهرنیو چارو د وزیر دا سفر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن په بلنه کوي. ده د کندهار د پېښې په اړه وویل، د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو اساس پوځ دی خو د افغانستان حکومت له امریکا غواړي، څومره ژر چې کېدای شي پلټنې وکړي؛ او دا چې ذمه وارو ته دې سزا ورکړي. د مارچ په ۱۱مه نېټه یوه امریکايي سر تېري، د کندهار په پنجوايي ولایت کې ۱۶ افغان وګړي د شپې مهال ووژل. په دې پېښې افغان ولسمشر حامد کرزی زښت خپه او غوسه شو او امریکايي لوړ پوړو چارواکو هم پر د خپګان ښودنه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG