د لاسرسي ځای

تازه خبر

مهران بینک سکېنډل،لاهم ډېرې پوښتنې بې ځوابه دي


Mehran bank
Mehran bank



منورشا :

دپاکستان د انګریزۍ ژبې د ورځ پاڼې ایکسپریس ټریبیون په یوه مقاله کې لیکوال سروپ اعجاز لیکي، پاکستان کې په مهران بېنک سکینډل، په تیرو وختونو کې هم خلک خبر وو خودې خبرې اوس نوې بڼه خپله کړېده. نوموړی لیکي په دې دوسیه ( کیس ) کې ځينې خبرې لاهم په سمه توګه واضحه نه دي چې له وجې به یې ددې معاملې په حواله د خلکو غصه سړه نه شي.

سروپ اعجاز لیکي،دپاکستان سترې محکمه تر پنځوسو کلونو پورې د زوړ کیس اوریدنه کولی شي، او داسې ښکاري چې ددې معاملې په لړ کې به عدالت د ولس بې اعتمادي ختمه کړي، او دستاینې وړ کردار به ترسره کړي.

خو نوموړی وړاندې لیکي چې دې لړ کې تر هر چا ډیر د اصغر خان کردار د ستاینې وړ دی چاچې ددې مقدمې په لړ کې یوه نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه.

لیکوال زیاتوي، که څه هم دا یو فېشن جوړ شوی چې خلک دهرسکېنډل سره د امریکايي مشهور سکینډل واټر ګېټ په مناسبت سره د ګېټ ټکی تړي، خو د پاکستان په ستره محکمه کې د اصغرخان مقدمه په حقیقت کې هم ددغه کچې ده.

دې مقدمه کې دپاکستان د استخباراتي ادارې ISI پخواني مشر، په سپریم کورټ کې په حلفیه توګه دا منلې چې ځينو سیاسي مشرانو ته یې رشوت ورکړی او په انتخاباتو کې یې ورسره د درغلۍ په عمل کې مرسته کړې ده.

سروپ اعجاز لیکي، په دې مقدمه کې ککړو پخوانيو پوځي چارواکو ویلي چې دغه کار یې د پخواني صدر غلام اسحاق خان په وینا کړی، خو نوموړی اوس مړ دی او خپله صفايي نشي وړاندې کولی.
دلیکوال په وباور، ددویم عالمي جنګ وروسته چې د جرمن کوم جرنیلان نیول شوی وو، هغوی د خپلو جرمونو اعتراف کړی و، خو هم دغه ډول یې ویلي وو چې دا هرڅه یې د هټلر په وینا کړي وو، خو هټلر مړوو او ددې خبرې سپیناوی ناشونی و.

سروپ اعجاز وړاندې لیکي عدالت نه یوازې په دې مقدمه کې دلچسپي اخیستې، بلکه یوه بله پوښتنه یې هم کړې چې په یاده شوې استخباراتي اداره کې د سیاسي چارو څانګه شته او که نه؟ د لیکوال په وینا دغه ځان له یو لوی بحث دی چې دا څانګه څنګه وه؟ چا جوړه کړې وه؟ او که ختمه شوې وي نو کله ختمه شوه؟ او کوم کارونه یې کړی وو؟

بلخوا لیکوال دا هم وايي چې مسلم لیګ نواز ګوند چې په هېواد کې دهرې شخړې د تحقیقاتو لپاره د کمیشن جوړولو غوښتنه کوي، دا مهال غلې دی، او دې معاملې ته یې د منصور اعجاز دبې کاره الزامونو هومره اهمیت هم نه دی ورکړی.

بلخوا، د مهران بېنک په سکینډل کې چې په کومو سیاسي مشرانو تورونه لګیدلي نو تر دې دمه په هغې کې چاهم ددې اعتراف یا تردید نه دې کړی. په دغو سیاسي مشرانو که دا تورونه ثابت شي نو ورباندې عوامي نمایندګۍ کې د درغلۍ خلاف دفعه لاګو کیږي.

سروپ اعجاز ددې مقالې په آخر کې وايي پاکستان کې دا ډول تاریخ سازې موقعې ډېرې کمې مخې ته راځي او که څه هم دې سره ولسي مسلې لکه لوډشیډنګ، او ګراني نه ختمیږي خو که د جنرل اسلم بېګ غوندې مغروره تن د جېل د دروازو شاته شي نو ولس به په دې مطمین شي چې په هېواد کې انصاف شته.
XS
SM
MD
LG