د لاسرسي ځای

شب قدر کې چاودنه، یو مړ دوه ژوبل


د مومندو په شبقدر سيمه کې په يوه چاودنه کې يو تن مړ او دوه ژوبل شوي دي.


د چارواکو په وينا چاودنه د شبقدر په ډيرۍ بازار کې د کباړ په دکان کې شوي. پوليس پيښه کې د ترهه ګرۍ امکان ردوي او وايي چې بم په کباړ کې راوړل شوی وو او په څه وجه دکان کې وچاودېده.

په قبایلي سیمو کې دجنګونو له امله اکثره وخت دسپکو او درنو وسلو مردکۍ ناچاودیدلې پاتې کیږي چې خلک یې په کباړیانو خرڅوي او کله نه کله دا ډول پېښې ترې رامنځ ته کیږي.
XS
SM
MD
LG