د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپنجوايي دپېښي مسوول امریکايي سرتېری جنګ نه ستړی و


دپنجوايي د پېښې مسوول امریکايي سرتيری رابرټ بیلز
دپنجوايي د پېښې مسوول امریکايي سرتيری رابرټ بیلز
فرخنده وزیر
واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې په دې خبره رڼا اچولې چې د یو امریکایې عسکر لخوا د شپاړسو ولسي افغان وګړو وژنې دا پوښتنه هم راوپورته کړې چې جنګونوامریکايي ځواکونه په څه ډول ستړي کړي دي ؟

ورځ پاڼه لیکي، د افغانستان په کندهار ولایت کې هغه امریکایي عسکر چې شپاړس ولسي کسان یې وژلي، د عراق د جګړې وروسته، په داسې حال کې افغانستان ته ولېږل شو چې زخمي هم و.

اته دیرش کلن رابرټ بیلز چې دوه ماشومان هم لري، مخکې تر دې چې افغانستان ته راشي، درې وارې د جنګي سرتیري په بڼه عراق ته لېږل شوی و.

دنوموړي ملګري وايي ، هغه دعراق په جنګ کې ژور ټپونه لیدلي وو نو امکان لري په سر به یې هم ګذارونه خوړلي وي.ملګري یې زیاتوي چې د هغه کورنۍ اقتصادي ستونزو سره مخ وه چې له وجې به یې هغه تل پرېشانه و. ددوی په وینا هغه دې خبرې ته چمتو نه و چې یو وار بیا دې د جنګ لپاره ولیږل شي، او داځل دې سنګر دعراق په ځای په افغانستان کې وي.

واشنګټن پوسټ لیکي دا هغه وجوهات دي، چې بیلز په یوولسم مارچ راپاسیدو او په پنجوایي سیمه کې یې شپاړس عام خلک ووژل، چې پکې د هغه د بچو په عمر کې څلور ماشومان هم شامل دي.

دورځ پاڼې په باور د بیلز په رنګ د امریکا په لسګونه پوځیان د افغانستان د لس کلن جنګ نه ستړي شوي دي، او غواړي خپل وطن ته واپس لاړ شي ،او له دې پېښې د امریکایې ځواکونو ذهني پریشاني هم جوتیږي.
د پنجوایي پېښې د امریکا او افغانستان اړیکې هم په داسې وخت کې ترینګلې کړي چې امریکا او نړیوال هیوادونه غواړي، د ۲۰۱۴ کال تر پایه له دغه هیواده خپل ځواکونه وباسي ، او د امنیت ذمه واري افغان ځواکونو ته وسپاري. په هم دې موخه دوی د افغان ځواکونو روزنه کوي.

دپنجوايي د پېښې د مسوول رابرټ بیلز ملګري او ګاونډیان وایي، هغه په ۲۰۰۸م کال کې یو ایکسیډنټ هم کړی و او کله چې د عراق نه پس افغانستان ته تلو، نو نه و خوشحاله، او کورنۍ او ښځه یې هم په دغه فیصله خپه وو.

دعراق په جنګ کې د هغه یو ملګری سرتیری ټم برګیس وايي، کله چې په عراق کې د هغه پښه زخمي شوې وه، او هغه په یو روغتون کې داخل و، نو ِغوښتل یې چې زر تر زره خپل کور ته ولاړ شي.

برګیس وايي هغه یو تکړه پوځي وو، خو دواړه خاوند او ښځه د مالي مشکلاتو له عمله سخت پریشانه وو. رابرټ بیلز چې اوس نیول شوی، او پلټنې یې روانې دي، د کورنۍ غړي یې هم نه یوازې په دغه پیښه سخت خفه دي، بلکه ډیر حیرانه شوي هم دي، او ښځه یې وایې د خپل خاوند په شا ولاړه ده.
XS
SM
MD
LG