د لاسرسي ځای

په زور رانه قلنګ اخیستل کیږي،دکراچۍ سوداګر


ظفرکریمي ،مشال راډیو

کراچۍ - د کراچۍ د سوداګرو دټولنې مشر عتیق میر د کاربندیز وجه دا ښودلې چې په ښار کې سوداګرو څخه وسله وال قلنګونه اخلي او که کوم سوداګر قلنګ نه ورکوي نو هغوی ته د مرګ ګواښونه کیږي او یا هم پرې د لاسي بمونو حملې کیږي ـ

ایم کیو ایم ډلې د سوداګرو د کاربندیز ملاتړ کړی دی ـ د کاربندیز د اعلان وروستهد خالي په ورځ د ښار په مختلفو برخو کې کاروبارونه ،سکولونه او د سورلو ګاړي بند وو ـ

د غفور په نوم یو تن وایي ((حالات دومره خراب دي چې ټېلو والا فروټ نه راوړي ، سکولونه بند دي ،پمپونه ،دوکانونه او هسپتالونه بند دي ـ د غریبو خلکو لپاره ډېر تکلیف دی ـ زه هره ورځ ۳۰۰ روپۍ ګټم هغه نن نشم ګټلی))

د کاربندیز په هکله یو ډرایور وایي ګاډی یې سړک ته ویستلی و چې قهرجنو خلقو ورباندې کاڼي وورول او هغه په دې مجبور شو چې ویې دروي .

((چې دهلي کالونۍ ته راورسیدم نو اګري نګري وه ،خلکو درب غرب جوړ کړه ـ (پتراو (یې وکړه ـ زما پکې څټ زخمي شوـ خو بیا مې هم ځان او ګاډی راوویستل ـ ته پخپله سوچ وکړه چې یوه ګراني ده او بله چې په کور هم کېنو نو زما بچي به څه خوري ـ زه اوس و ېریدلی یم ـ مالومه نه ده سبا سهار به ځم ،ماښام به ځم ـ ورځ مې هم لاړه غرقه شوه ،په سیند لاهو شوه ـ بچي مې هلته دي نهر نهور به وي ـ دا څه حساب کتاب دی زه خو هډو په دې پوهیږم نه ؟))

د سوداګرو څخه د قلنګ اخیستنې په ضد ایم کیو ایم ډلې دتېرې جمعې په ورځ سند اسمبلۍ کې هم احتجاج کړی و چې له وجې یې د اسمبلۍ کاروایي د ګل تر ورځې ځنډول شوې وه ـ
سند اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند پلویانو پر ایم کیو ایم تور لګولی و چې د خپلو سیاسي ګټو د لاسته راوړلو په موخه د سوداګرو د کاربندیز ملاتړ کوي.

بلې خوا ته د سند صوبې د کورنیو چارو وزیر منظور وسان وایي د قلنګ اخیستونکو پر ضد یې حکومت وار د مخه عملیات شورو کړي دي او د پولیسو ټولۍ یې ددغه کار مخنیوي ته ځانګړي کړي دي.

((که مونږ ته څوک دا پټ مالومات راکړي چې فلانکي ځای کې یو څوک قلنګ اخلي نو مونږ به مالومات ورکونکو ته د پنځه نه تر لسو لکو پورې انعام ورکړو.))

د منظور وسان په خبره قلنګ اخیستنه کې ککړ ځینې کسان یې نیولي هم دي چې د پلټنو وروسته به دا هم څرګنده کړي چې نیول شوي کسان د کومو سیاسي او مذهبي ګوندونو سره تعلق لري ـ

د یادونې وړ ده چې کراچۍ ښار کې د سوداګرو څخه د قلنګ اخیستنه له تېرو لسګونو کلنو راهيسې روانه ده ،خو د سوداګرو په وینا د قلنګ اخیستنې دغه سلسله په دې ورستیو کې ډېره زیاته شوې ده ـ
XS
SM
MD
LG