د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري له امریکا او روسیې سره پر اړیکو ټینګار کړی


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې هیواد د پارلېمان شریکې غونډې ته وینا کړې ده.

نوموړي د خپلې وینا پر مهال ویلي، پاکستان له امریکا سره د دوه اړخیزه درناوي پر اساس اړیکي غواړي او له امریکا سره د اړیکو بیا پر حاله کولو لپاره به د پارلېمان پر سپارښتنو عمل کوي.

زرداري وویل، حکومت یې له روسیې سره اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوي.

ولسمشر زرداري په خپله وینا کې د حکومت د څلورو کالونو د کار جاج واخیست او و یې ویل چې حکومت صوبو ته د واک ورکولو، این ایف سي ایوارډ اعلانولو، د بلوچستان لپاره د پرمختیايي پیکېج اعلان او د پاکستان و افغانستان د سوداګرۍ ټرانزېټ تړون لاسلیکولو په ګډون یې نور ډېر کارونه هم کړي دي.

زرداري چې وینا پیل کړه نو د اپوزیشن غړو نارې وهل پیل کړل او بیا د احتجاج په توګه له پارلېمانه ووتل. زرداري د پاکستان لومړی ولسمشر دی چې پینځه ځلې یې د یوه پارلېمان ګډو غونډو ته وینا وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG