د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آی ایس آی نوی مشر او د پاکستان و امریکا اړیکي


جنرال کیاني او جنرال پاشا
جنرال کیاني او جنرال پاشا

ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې په دې اړه مقاله خپره کړې ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې نوی مشر د څوکۍ تر لاسه کولو وروسته له امریکا سره پر اړیکو څه اغېز ښکاره کېدای شي؟


ورځپاڼه د امریکا یوې ادارې سینټر فار امیرېکن پروګریس کار پوه براین کټلوس له خوې لیکي، تېر کال، پر هر لحاظ، که هغه پر سفارتي کچ وو او که سیاسي، ډېر خراب وو.

د خفیه مالوماتو په اړه د همکارۍ کموالی، د اندېښنې وړ خبره وه. ځینې ورځې به ښې وې چې کله به وسله وال ونیول شول، او بیا ځینې ورځې به ښې نه وې.

ورځپاڼه د نوموړي له خولې زیاتوي، د ده په فکر د استخباراتي ادارې نوی مشر به دا حالات بدل کړي خو د دې ثبوت به د پاکستان او د امریکا تر منځ د اړیکو تر جاج اخیستو وروسته مخې ته راشي.

د آی ایس آی نوی مشر جنرال ظهیر الاسلام
د آی ایس آی نوی مشر جنرال ظهیر الاسلام
د پاکستان پارلېمان به د را روانې اوونۍ پر مهال، له امریکا سره د اړیکو بیا جاج اخلي، او د نویو شرطونو جاج اخیستل، او د نویو شرایطو منظوري به ورکوي.

خو ځینې کار پوهان په دې نظر دي چې د آی ایس آی د نوي مشر د ټاکلو حتمي فیصله له امریکا سره په اړیکو کې تعلق نه لري.

کار پوه کټلوس وايي، د جنرال پاشا د مودې غځولو په اړه د امریکا زیاتره چارواکي بې طرفه ول.

ورځپاڼې د جنوبي اسیا سینټر مشر او د کراسډ سوارډز کتاب لیکوال شجاع نواز له خولې په مقاله کې لیکلي، دا تصور ناسم دی چې امریکا د آی ایس آی د نوي مشر د ټاکلو تر شا وه. دا د پاکستان خپله فیصله وه او د کورنیو وجوهاتو له لامله د داسې شوي چې څنګه پخوا شوي.

د شجاع نواز له خولې لیکل شوي، جنرال پاشا د آی ایس آی د مشر په توګه د خپل ټاکنې په اړه سلا نه وو او هغه ځکه چې ده د استخباراتي چارو تجربه نه لرله. پاشا د کیاني په خوښه دا څوکۍ قبوله کړې وه او د هغه په فکر، د پاشا وفاداري له پاکستان سره وه.

نواز زیاتوي، د آی ایس آی نوی مشر یو ښه پېشه ور پوځي دی او دا چې هر یو مشر خپل شخصیت دې ادارې ته راوړي خو زیاتره معاملې یا پالیسۍ له مخکې جوړې شوې وي.
XS
SM
MD
LG