د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا همکاري نه کوي، کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر امریکا تنقید کړی دی چې د امریکايي عسکر لخوا د ولسي وګړو د وژنو په پلټنه کې ورسره هیڅ همکاري نه کوي.

د جمعې پر ورځ، د وژل شویو ۱۶ وګړو له کورنیو سره د خبرو پر مهال کرزي وویل، د پېښې په اړه د افغانستان په پلټنو کې یې، له توقع سره سمه، همکاري نه ده تر لاسه کړې. امد کرزي زیاته کړه، د امریکا له پلوه د همکارۍ نشتوالي، په افغانانو کې شکونه پیدا کړي دي. د روانې میاشت (مارچ) پر ۱۱مه نېټه یوه امریکايي پوځي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ۱۶ ولسي وګړي ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG