د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجوايي کې د بیا رغاونې، امنیت چارې په ټپه درېدلي


سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د افغانستان د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د خپل ولسوال تر وژل کېدو وروسته يې په ولسوالۍ کې د بيا رغاونې، امنيت او حکومتدارۍ چارې په ټپه درېدلې دي.


دوى وايي هغه مهال چې ولسوال يې ژوندى وو په ټوله ولسوالۍ کې امنيت ټينګ وو د بيا رغوونې کارونه کېدل او د دولت واک تر کليو او ولسواليو پورې هم رسېدلى وو خو داسې نه ده.

د دې ولسوالۍ دولسي شورا مشر حاجي محمود وويل وايي چې که دولت په نږدې وخت کې دوى ته ولسوال ونه لېږي نو اندېښنه لري چې په ولسوالۍ کې به يې زياته ګډوډي جوړه شي.

دى وايي که دولت څوک نه شي پيدا کولاى دوى حاضر دي چې په خپله يو تن د خپلې ولسوالۍ ولسوال وټاکي.

دا پر ځاى خبره ده چې په پنجوايي کې دا دوې مياشتې ټولې چارې سره ګډوډې شوې دي. زموږ په نورو ولسواليو کې هم د مسلکي کسانو د نشتوالي له امله ځينې ستونزې شته، خو دا هغه وخت کېداى شي چې د پنجوايي خلک موږ ته څو تنه را معرفي کړي موږ به يې وه ارزوو او بيا به يو وړ کس د ولسوال په توګه ور ولېږدوو.
زلمی ایوبي
((له هغه وروسته چې حاجي فضل الدين اغا وژل شوى دى زموږ په ولسوالۍ کې ټولې چارې په ټپه درېدلې دي . د ده په وخت کې د بيا رغاونې په برخه کې ډېر کارونه شوي وو ، وسله وال له دولت سره يو ځاى شوي وو خو چى دى تللى بيا ټولې چارې خرابې شوې دي. که دولت ژر ژره ولسوال راته ونه لېږي نو کېداى شي په ولسوالۍ کې مو حالات خراب شي او بيا مو کلي د وسله والو لاس ته ولوېږي. ))

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي هم مني چې نه يوازې په پنجوايي بلکې نورو ولسواليو کې هم د وړ کسانو د نه شتون له امله ګډوډۍ جوړې دي.

دى وايي که د ولسوالۍ اوسېدونکي دوى ته کسان معرفي کړي دوى به يې ازموينه واخلي او وړ کس به يې ولسوالۍ ته ور ولېږدوي.

(( دا پر ځاى خبره ده چې په پنجوايي کې دا دوې مياشتې ټولې چارې سره ګډوډې شوې دي. زموږ په نورو ولسواليو کې هم د مسلکي کسانو د نشتوالي له امله ځينې ستونزې شته، خو دا هغه وخت کېداى شي چې د پنجوايي خلک موږ ته څو تنه را معرفي کړي موږ به يې وه ارزوو او بيا به يو وړ کس د ولسوال په توګه ور ولېږدوو. ))

د پنجوايي پخوانى ولسوالى حاجي فضل الدين اغا شا و خوا دوې مياشتې له ولسوالۍ څخه کور ته په لارې وو چې په يو ځانمرګي بريد کې د دوو زامنو په ګډون ووژل شو.

پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار ختيز پلو ته په پېنځه ويشت کيلو مټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې په تېرو دوو کالو کې پکې د قومندانانو په ګډون پکې د دولت لسګونه وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي وو.
XS
SM
MD
LG