د لاسرسي ځای

په ننګرهار کې پسرلی، خلک نیالګي کري، وطن سمسوروي


دا په جلال اباد کې د نیالګیو یو پلورنځی دی.

دا په جلال اباد کې د نیالګیو یو پلورنځی دی.

باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد - د پسرلي له رارسېدو سره که يوه لوري ته پر دولتي کچه د ميوه لرونکو بوټو کرلو بهير په تيزۍ سره روان دى، نو بلې خوا ته پر ولسي کچه هم خلک په ډيره علاقه مندۍ سره په خپلو ځمکو او کورونو کې ميوه لرونکي او زينتي بوټي کري.


د اينځرګل په نوم يو تن چې د ننګرهارله بهسودو ولسوالۍ سره تعلق لري وايي چې پخوا يې باغ وو خو د تېرو جنګونو خوراک شوى، اوس غواړي چې بيا خپل باغ ورغوي.

دى زياتوي چې د بوټو په کرلو سره خپل وطن سمسوروي.

د عبدالوهاب په نوم يو بل تن وايي چې د بوټو او ونو کرل يواځې د طبيعت ښکلا نه ده بلکې په چاپېريال ساتنه کې هم پوره ونډه لري.

د افغانستان هر وګړى دې، يو نيالګی د ځان له خوا او بل دې د دولت له خوا وکري.
دى زياتوي چې پينځه اګليټش نيالګي يې د ځان لپاره او پينځه يې د دولت لپاره کرلي دي.

د عبدالحق په نوم يو بل تن وايي چې د ابادۍ ورځې دي، هر چاته په کار دي چې سيمې د شنو بوټو په کرلو ښکلي کړي.

د جلال اباد په خيوې اډه کې د ميوه دارو او زينتي بوټو د خرڅلاو لپاره دوکانونه پرانيستل شوي دي.

د غلام نبي په نوم، يو تن خرڅوونکی وايي چې دا بوټي له بېلا بېلو ځايونو، لکه بهسودو، کامې، لغمان، ثمرخيلو راوړي، دى وايي چې نن سبا نارنج، مالټه، ليمو، مرسل، ټايګر او اګليټس بوټي ډير خرڅېږي؛ او د تېر کال په نسبت سږکال خلک ميوه دار او زينتي بوټي په شوق اخلي.

ياده دې وي چې سږکال حکومت هم پتېيلې ده چې د ننګرهار کانال بيرته په ميوه دارو باغونه ورغوي او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم دوه هفتې وړاندې پر ټول ولس غږ کړى و چې د افغانستان هر وګړى دې، يو نيالګی د ځان له خوا او بل دې د دولت له خوا وکري.
XS
SM
MD
LG