د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ولس مصیبوتونه وګالل خو سختدریځي نه شول




خالد عزیز په ډان ورځپاڼه کې په خپله یوه مقاله کې د یوې غیر سرکاري ادارې کیمپ له خوا خپور شوي راپور ؛د قبایلي سیمو پیژندګلو؛ په حواله لیکي د هغه په ګډون ډیرو خلکو فکر کاوه چې په سیمه کې د لسو کالو جګړې د قبایلو ادارې د مینځه وړې دي او قبایلي ولس يي د هیواد څخه پردي کړي دي. خو د راپور تر مخه ډیری قبایلي ولس یو ځل بیا خپل روایتي نظام ته راستانه شوي دي.

د نظر پوښتنې تر مخه د جنګ جګړو له کبله د قبایلي سیمو نه ۷۱۶۰۰۰ خلک بې کوره شوي دي خو ددغه ټولو مصیبتونو باوجود دوی د سخت دریزۍ لور ته نه دي تللي. ددې نه د قبایلي ولس د برداشت او د هغوي د روایتونو د زور اندازه لږي چې اکثر د خلکو په پام کې نه راځي.

لیکوال لیکي د نظر پوښتنې تر مخه په کال ۲۰۰۸ م کې ۲۸ فې صده کسان د خپلو معاملو لپاره د پولیټیکل ایجنټ سره په رابطه کې وو، په کال ۲۰۱۱ م کې دغه شمیره ۱۰.۵ ته روغورځيده. په کال ۲۰۱۰ کې ۷.۲ فې صده خلکو وویل چې په پولیټیکل ایجنټ باور کؤلی شي ، په کال ۲۰۱۱ م دغه شمیره في صد ۱۰.۵ ته پورته شوه.

د نظر پوښتنې نه اندازه لګېږي چې د قبایلو او سیاسې انتظامیې تر مینځ اړیکې کمزورې شوي دي خو په پولیټیکل ایجنټ د هغوی په باور کې ډیروالی راغلې دی.

خالد عزیز وړاندې لیکي په تیرو اتو کالونو کې د تحریک طالبان، سخت دریزو ټولګو او مجرمانو له خوا د اته سوه نه ډیر ًقبایلي مشران ووژل شو. د قبایلي نظام یوه ټینګه ستن هم دغه مشران ګڼل کیده. خو د نظر پوښتنې د نتیجو تر مخه که یو خوا په کال ۲۰۱۰ م کې ۱۵ فې صده خلکو د قبایلي مشرانو سره په رابطه کې وو په ۲۰۱۱ م کال کې ۲۷ في صده قبایلیانو اوویل چې د خپلو مشرانو سره يي تړون قایم ساتلی دی.

د لیکوال په اند ددغه نظر پوښتنې نه درې خبرې مخ ته راځي. یوه دا چې وسله وال د دولت او قبایلي ولس تر مینځ ټول عمري بیلتون راوستو کې نه دي بریالي شوي، دویمه دا چې په مشرانو د بریدونو باوجود قبایلي مشران وجود لري او دریمه دا چې د قبایلو انتظامي نظام سره له دې چې ډیر اغیزمن شوی پر پخپل ځايي دی او فعاله دی.

خالد عزیز په پای کې لیکي قبایلي ولس د ټولو مصیبتونو باوجود پر پخپل ځای او کلک پاتې شوی دی او اوس وخت راغلې دی چې باید دوی په قامي بهیر ورګډ کړل شي.
XS
SM
MD
LG