د لاسرسي ځای

خیبر : لښکرې اسلام له خلکو په زوره باج اخلي


د لښکرې اسلام کمندان منګل باغ

د لښکرې اسلام کمندان منګل باغ

پامیر ساحل- مشال راډيو

پراګ:- په پاکستان کې د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټرېبیون لیکلي، د خیبر پښتونخوا د پېښور په کلیوالې سیمې اچیني بالا کې د وسله والې ډلې لښکرې اسلام کسان د سیمې له اوسېدونکو پیسې اخلي. په دې موضوع د مشال راډیو پامیر ساحل له بېلا بېلو کسانو سره خبرې کړې دي او دا رپورټ یې پر جوړ کړی دی.


ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي، لښکرې اسلام په اچیني بالا کې د خلکو د حفاظت په نوم په زور له خلکو پیسې اخلي.

ورځپاڼه لیکي، په دې کلي کې د لښکرې اسلام وسله وال ګشت یا ګزمه هم کوي او د هر کور له مالکه ۵۰۰۰ روپۍ په یو ځل او هره میاشت ۱۰۰۰ روپۍ اخلي. دې وسله والو د سیمې خلکو ته ګواښ کړی چې که پیسې ورنکړي نو کورونه به یې والوځول شي.

په دې موضوع مشال راډیو په ټوله سیمه کې له بېلا بېلو کسانو سره خبرې وکړې. دې کسانو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، نه یواځې په اچیني بالا کې بلکې، د خیبر اېجنسۍ له باړې سره په تړلو نورو کلیو کې هم د لښکرې اسلام وسله والې ډلې کسان له خلکو په زور پیسې اخلي.

له اچیني سره تړلي د یوه کلي اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل، په اچیني کې د احمدي فرقې د لارویو ځینې کورونه دي چې لښکرې اسلام ترې د دوی د حفاظت په نوم جزیه اخلي.

دې خلکو چې له مشال راډیو سره خبرې کولې نو زښت وېرېدلي ول او ویل یې چې پولیسو دا کلي په بشپړ ډول پریښي دي او له دوی سره پرته له دې بله چاره نشته چې وسله والو ته پیسې ورکړي.

له پېښور سره په دې تړلیو سیمو کې د باړې هغه کډوال هم اوسي چې هلته د پوځي عملیاتو له کبله دلته راغلي دي.

په دې سیمو کې اوسېدونکي وايي، د لښکرې اسلام ډلې وسله وال کډوالو ته وايي چې یا خو دې ورسره مورچو ته لاړ شي او جګړه دې وکړي او یا دې هم پیسې ورکوي.

په دې کې زیاتره ملکان او شتمن کسان وسله والو ته پیسې ورکوي او بې وزله کسان له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخېږي.

په دې ټولې موضوع مو د پېښور له ډي سي او سراج، د پېښور د پولیسو مرکزي مشر امتیاز الطاف، او د پولیسو مشر طاهر ایوب سره په بیا بیا پر رابطې کولو سر بېره و نه توانېدو چې د دوی دریځ واخلو.

البته د لښکرې اسلام وسله والې ډلې یو قوماندان وايي، دا خبرې دروغ دي. د دې قوماندان په خبره، دوی پخوا له سیکانو جزیه اخیسته خو د عملیاتو له کبله سیکانو دا سیمه پريښې ده او اوس یې له هیچا نه اخلي او که څوک چنده ورکوي نو یواځې هغه وخت یې اخلي.
XS
SM
MD
LG