د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بريدونه نه منو. پاکستان



رياض ګل - مشال راډیو

اسلام آباد: پاکستان يو وار بيا ويلي دي چې ډرون حملې د ترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو ته زيان رسوي.په اسلام آباد کې اونيزې خبري غونډې ته په وینا کې د خارجه دفتر وياند عبدالباسط د هغې خبرونو په سختۍ سره ترديد وکړو چې ګنې واشنګټن او اسلام آباد په ګډه سره د ډرون بريدونو لپاره څه لار راباسي.

د هغه وينا وه چې اوس پاکستانۍ خاوره د ډرون بريدونو لپاره نه استعماليږي او دا هم پته نشته چې آيا دا بريدونه د افغانستان له خاورې کيږي که له بل ځايه خو په هر حال کې دا د پاکستاني خاورې او خپلواکۍ خلاف ورزي ده او د دې ګټه کمه او نقصان زيات دې.

نوموړي زياته کړه چې په دې اړه پاکستان له امريکا او نورو غربي ملکونو سره په تماس کې دې چې ډرون برويدونه ودرول شي.

پاکستان په بیا بیا پر قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو دحملو د بندولو غوښتنه کوي خو امریکا دغه سیمې د القاعده او طالب وسله والو پاخه مرکزونه ګڼي او دا بریدونه د ځايي خلکو نه بلکې د همدې ډلو پرضد ښيي.

خو په افغانستان کې ناټو ته د رسد لارو خلاصولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د وياند وينا وه چې دوی د پارلمياني کميټۍ سپارښتونو ته انتظار کوي .
XS
SM
MD
LG