د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جعفریه اتحاد مشر په برید کې ژوبل او زوی یې مړ


ظفرکریمي - مشال ریډیو

کراچۍ: په کراچۍ ښار کې د شیعه مسلک سره تعلق لرونکې ډلې جعفریه الاینس د رهنما په ګاړي حمله شوې ده ـ پولیس وایي بیګا ناوخته دپټیل پاړه په سېمه کې رامنځته شوې دغې حمله کې د یاد ګوند رهنما محسن رضوي زوي اکمل رضوي وژل شوی او نوموړې پخپله زخمي شوی دی ـ

پولیس زیاتوي چې د حملې ښکار شوي ګاړي پسې په موټر سایکل ناست وسله وال روان ول ـ او چې کله دوی د ښار پټېل پاړې ته ورسیدل نو په ګاړي یې ډزې وکړې او دغه پېښه رامخې ته شوه ـ

د جعفریه الاینس ویاند علي احمر زیدي مشال ریډیو ته ویلي دي چې محسن رضوي باندې له دې مخکې هم څو څو ځله حملې شوي دي ((محسن رضوي د جعفریه الاینس د مرکزي کمیټۍ غړی دی ـ بیګا شپه هغه له امام بارګاه څخه کور ته روان وو چې وسله والو دده په ګاړی حمله وکړه ـ))

د پېښې روستو قهرجن خلک سړکونو ته راوتل او د پولیس او امیتي ادارو په ضد یې نعرې ووهلې ـ

د شیعه مسلک سره تعلق لرونکې ډلې جعفریه الاینس مرکزي مشر علامه عباس کمیلي په یاده پېښه درې ورځنې ویر اعلان کړې او د حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې ۴۸ ګینټو کې د محسن رضوي په ګاړي برید کونکي کسان ونیسي.

د احمد مروت په نوم یو تن چې ځان د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جندالله کمانډر ښیي د مشال ریډیو خبریال سیلاب محسود ته یې د نامالوم ځایې څخه په ټلیفون کې د محسن رضوي په ګاړي د حملې پړه په خپله غاړه اخیستې ده ـ

د یادونې وړ ده چې کراچۍ ښار کې په بیا بیا سیاسي ،لساني او فرقه ایزو نښتو کې د سیاسي او مذهبي ګوندونو پلویان په نښه کیږي ـ

له دې مخکې هم په کراچۍ ښار کې دا ډول پېښې رامنځته شوي دي ـ چې په کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې سپاه صحابه او د شیعه مسلک سره تعلق لرونکو ډلو غړي او مشران وژل شوي دي ـ
XS
SM
MD
LG