د لاسرسي ځای

تازه خبر

۱۰۴ کلن عبدالرحمانوف ۷۰ کاله پس افغانستان پرېښود


پامیر ساحل - مشال راډيو

پراګ :- د تاجکستان یو زوړ سړی چې محمد عزیز عبد الرحمانوف نومېږي، په افغانستان کې تر ۷۰ کالونو اوسېدو وروسته خپل هیواد ته ستون شوی دی. نوموړی، روانه اوونۍ خپلې سیمې ته لاړ او د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای شو. دا چې دی ولې له تاجکستانه افغانستان ته تللی وو؟

محمد عزیز عبد الرحمانوف ۱۰۴ کالن دی. ده په ۱۹۴۳ز کال کې د تاجکستان په جنوبي ولسوالۍ فرخور کې خپل کور پرېښود او افغانستان ته لاړ.

د ده پلار ملا وو او د روسیې سایبیریا ته جلا وطن کړل شو. عبد الرحمانوف وايي، د ده پلار په بخارا کې مذهبي زده کړې کړې وې او په ۱۹۳۷ز کال کې له کوره بیول شوی وو او تر هغې وروسته بیا کورنۍ و نه کوت.

دی وايي، پلار یې جلا وطن کړل شو، او کورنۍ یې ځورول کېده او فشار پر راوستل کېده چې له یو کلي بل هغه ته لاړ شي او د کډوالۍ ژوند تېر کړي.

د عبد الرحمانوف کورنۍ بالاخره له افغانستان سره پر پوله په یوه لرې پروت کلي چې ارچا نومېده، استوګنه شوه. نوموړي هلته په شریکو پټیو کې د منشي په توګه کار کاوه.

دی وايي، ده پرېکړه وکړه چې تاجکستان پرېږدي ځکه چې چارواکو ورته ګواښ کړی وو چې زنداني به یې کړي ځکه چې د ده په خبره، دی د هغوی د دښمن زوی وو.

((موږ تر فشار لاندې وو. همدا لامل وو چې ما هیواد پرېښود. زما ښځه، بچی مې، مور مې، او زما ورور هلته پاتې شو، خو زه لاړم.))

عبد الرحمانوف چې خپله ښځه هلته پرېښوده نو د ده یوه لور وه چې ۱۲ کالنه وه. نوموړی له پنج دریا تېر شو او د افغانستان په بغلان ولایت کې یې واړوله ځکه چې دی هلته د کډوال په توګه ومنل شو.

نوموړی وايي، په افغانستان کې تر څه وخته ((تر څار لاندې وو)) ځکه چې په بغلان کې چارواکو غوښتل ((دا یقیني کړي)) چې دی ((جاسوس نه وو.))

عبدالرحمانوف وايي، د ژبې مسله نه وه، ځکه چې په بغلان کې هم خلکو دري ویله او د ده ژبه هم پارسي وه.

دی وايي، په افغانستان کې یې کار پیدا کړ، کور یې جوړ کړ، ملګري يې جوړ کړل خو بیا یې واده و نکړ. د ده په خبره، په افغانستان کې پر بدلونونو سر بېره، د ده ژوند ارامه وو.

هلته په تاجکستان کې د ده کورنۍ د پخواني شوروي اتحاد د چارواکو تر پلټنو لاندې وه او ۱۵ کاله وروسته یې پلټنې پای کړې.

د عبد الرحمانوف کشر ورور محمد اعظم وايي، د دې وېرې له لامله چې مشر ورور به یې ووژل شي، ورسره یې هیڅ رابطه ونکړه خو خبر ول چې په افغانستان کې دی.

عبد الرحمانوف په ۲۰۰۰ز کال کې په تاجکستان کې فرخور ته لاړ چې د ده پلرنی کلی دی.

ده ته هغه وخت مالومه شوه چې ښځه او ډېر خپلوان یې د ده په غیر حاضرۍ کې مړه شوي دي.

عبدالرحمانوف وايي، دا ارمان یې وو چې خپله لور، قربان بي وګوري چې ځوانېږي، ودېږي او بیا خپله کورنۍ لري.

پوره لس کاله وروسته عبدالرحمانوف د دې وړ شو چې ارچا کلي ته لاړ شي او تر دې وروسته ده فکر وکړ چې نور په افغانستان کې نشي اوسېدای.

ده او ورور یې له تاجک او افغان حکومتونو غوښتنه وکړه چې د ده بیرته تګ کې دې مرسته وکړي.

د تاجکستان حکومت د ده وګړیتوب بیا پر حاله کړ، او ورسره یې ژمنه وکړه چې پینشن به هم ورکوي او ښه به یې ساتي.

په دې توګه د محمد عزیز عبدالرحمانوف شا و خوا ۷۰ کالنه کډوالي پای ته ورسېده.
XS
SM
MD
LG