د لاسرسي ځای

کابل : د هیلي کوپټر پېښه کې ۱۲ اتحادي عسکر وژل شوي



افغانستان: د وردګ ولایت په څنډو کې ترکي عسکر د ناټو یوه نسکور شوي هیلي کوپتر ته راټول دي. ۲۳م مارچ ۲۰۱۰م کال

افغانستان: د وردګ ولایت په څنډو کې ترکي عسکر د ناټو یوه نسکور شوي هیلي کوپتر ته راټول دي. ۲۳م مارچ ۲۰۱۰م کال

د افغانستان په کابل ولایت کې د ناټو هيلي کاپټر راپروتو پيښه کې ۱۲ ایتلافي ځواکونه وژلي شوي.

د ايساف په اعلاميه کې ويل شوي چې د هيلي کاپټر پيښه نن د جمعي په ورځ په کابل کې رامنځ ته شوې او پلټيني يې پيل کړېدي.

اعلاميه زياته وي چې د رپوټونو ترمخه د پيښي پر وخت د دښمنانو هیڅ فعاليت نه تر سترګو کېدۍ.

اعلاميه کې د وژل شوو سرتيرو پيژندګولو نه ده شوې خو د ترکيیي پوځ ويلي د هيلي کاپټر پيښه کې د دوی ۱۲ پوځيان وژل شوي دي.

افغان چاوراکي وايي د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ کې په يو کور دا هيلي کاپټر راپریوتی او داسې ښکاري چې دوه نور کسان هم په پيښه کې وژل شوي دي.

په سمدستي توګه د پيښي د راپروتو وجوهات نه دي معلوم شوي خو چاوراکي وايي د تيکنيکي خرابی له امله دا پيښه رامنځ ته شوي.

د رپوټونو ترمخه په افغانستان کې ۱۸۰۰ د ترکيي پوځيان ميشت دي چې ډېری یې په کابل ولایت کې دي.
XS
SM
MD
LG