د لاسرسي ځای

د جعفریه اتحاد مشر په برید کې ژوبل او زوی یې مړ


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د شییعه مسلک سره تعلق لرونکې ډلې جعفریه اتحادیې مشر محسن رضوي په ګاډي حمله شوې ده چې په کې د هغه زوی اکمل رضوي وژل شوی او هغه پخپله ژوبل دی.

پر نوموړي تر دې وړاندې هم وسله وال بريدونه شوي دي. د اوسني بريد پړه ناقانونه ګرځول شوې ډلې جندالله په غاړه اخیستې ده ـ

د یادونې وړ ده چې په کراچۍ ښار کې په بیا بیا په سیاسي ،لساني او فرقه ایزو نښتو کې د سیاسي او مذهبي ګوندونو پلویان په نښه کیږي ـ
XS
SM
MD
LG