د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې له ټاکلي پلان سره پرمخ ځو- امريکا


د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې
د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې
هارون باچا - مشال راډيو

پراګ:- د افغان ولسمشر حامد کرزي د دې غوښتنې په ځواب کې چې امريکا دې افغان ځواکونو ته د افغانستان د امنييت د ذمه واريو د ليږد بهير د ۲۰۱۴ م کال پر ځائ په راتلونکي ۲۰۱۳ م کال کې بشپړکړي، د سپينې ماڼۍ وياند جې کارنې په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې حکوت به يې له ټاکل شوي پلان سره سم له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او د امنييت ذمه وارۍ به يې په ۲۰۱۴ م کال کې ځايي ځواکونو ته حواله کړي-

د نوموړي په خبره ستراتيژي دا ده چې نړيوال ځواکونه به په ۲۰۱۳ م کال کې د جګړې له ميدانه په وتلو سره به دوی د افغان ځواکونو د يوه مرستندويه قواوي رول خپل کړي او په ۲۰۱۴ م کال کې به بيا د هيواد بشپړ امنييت ځايي ځواکونو ته ور په غاړه کړي- ښاغلي کارنې ټينګار وکړ چې همدغه د افغانستان زموږ مامورييت دی چې پر مخ به يې يوسوو-

راپورونه په عين حال کې د ښاغلي کرزي له دفتره د خپرې شوې اعلامييې په حواله وايي نوموړي له ناټو وغوښتل چې خپل ځواکونه د افغانستان له کليو او بانډو وباسي او په دغه هيواد کې موجودو خپلو قرارګاوو کې دې يې ځاۍ پر ځاۍ کړي-

ويل شوي د ولسمشر کرزي دغه غوښتنې په کندهار کې شوې هغه وروستۍ پيښې ته چې يوه امريکايي عسکر ۱۶ تنه ملکي وګړي په بې دردۍ سره په ډزو ووژل، د نوموړي د ادارې له قهره ډک يو غبرګون دی-

د يادې پيښې د اغيزو په اړه څارونکي وايي چې د افغانستان له پاره د لويديځ تګ لاره يې تر پوښتنو لاندې راوستې او هم يې له دغه ځايه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د افغانانو غوښتنې سختې کړي-

ايسوشييټډ پريس اژانس ليکي که چيرته د ښاغلي کرزي غوښتنې ومنل شي نو د افغانستان د خاورې يوه غټه برخه به ناخوندي پاته شي او هم به هغه ستراتيژي له منځه لاړه شي چې په ترڅ کې يې اييتلافي ځواکونه غواړي د افغان اولس د زړونو او ذهنونو په ګټلو له دوئ سره په ګډه د دوئ د دفاع چارې پر مخ يوسي-

دا هم بايد وويل شي چې د افغان ولسمشر له خوا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د فعالييتونو د محدودولو د ده غوښتنې په داسې مهال مخې ته راغلي چې يوه ورځ وړاندې د امريکا ولسمشر براک اوباما او د بريتانيا وزيراعظم ډيويډ کيمرون د سپينې مانۍ ګډې خبري غونډې ته په وينا کې په افغانستان کې د ناټو له روان مامورييت سره د بشپړ ملاتړ څرګندونې وکړې-
بلې خوا ته د امريکا خارجه وزارت د زيارت په ورځ د افغان طالب وسله والو له خوا مخې ته راغليو د هغو دعوو ترديد وکړ چې وايي امريکا ورسره ژمنه کړې چې د افغان دولت په ګډون د سولې د درې اړخيزو خبرو په ترڅ کې به په ګوانتانامو کې بندي طالب وسله وال خوشي کړي-

رسنيو د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په حواله راپورونه ورکړي چې نوموړي امريکايان د دوئ د وعده خلافيو او په ګڼ اړخيزه خبرو کې د طالبانو د ښکښېلتيا د دروغو د دوئ د دعوو له پاره ګرم ګرځولي او ورسره يې هر رقم خبرې او روابط ځنډولي-

د امريکا د خارجه وزارت وياندې ويکټوريا نوولينډ د طالبانو د دې تورونو په ځواب کې د واشنګټن خبري غونډې ته وويل چې له ګوانتانامو څخه د طالب بنديانو بل کوم ځائ ته د انتقالولو په اړه حتمي پريکړه لا هم نه ده شوې، خو زياته يې کړه چې حکومت يې غواړي د افغانستان د مسالې له ښکېلو ټولو خواوو سره د خبرو اترو پيل شوی بهير بايد دوام ومومي-

(موږ اوس هم دا احساسوو چې که داسې يوه پروسه وي چې موږ ورسره ملاتړ کولی شوو، نو بايد چې و يې کړو- موږ تيار يوو څو دغه خبرو ته ادامه ورکړو- زموږ يوازنی هدف افغانان په خپلو کې سره کښېنول دي-)

همداسې څرګندونې د سپينې ماڼۍ وياند جې کارنی هم وکړ چې و يې ويیل د يوه سياسي حل پرته، د افغانستان د شخړې بل کوم حل ورته په نظر نه راځي- نوموړي په دې لړ کې يووارې بيا په طالبانو غږ وکړ چې وسلې دې وغورځوي، له القاعده سره اړيکې دې وشلوي او وعده دې وکړي چې د افغانستان اساسي قانون به مني-
XS
SM
MD
LG